د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

لوی اختر کې د طالبانو له‌خوا اعلان شوي اوربند ته د ځینو نړیوالو ورځپاڼو کتنه


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

یو شمېر ورځپاڼو په لوی اختر کې د طالبانو له‌خوا اعلان شوي اوربند ته کتنه کړې ده.

  • مېل انلاین

مېل انلاین په دې اړه یو راپور خپور کړی، خو په هغه کې د طالبانو له‌خوا خپرې شوې اعلامیې ته په اشاره ویل شوي چې هر ډول حملې ته به سخت ځواب وویل شي.

په اعلامیه کې دغه‌راز له وسله‌والو غوښتل شوي چې د افغانستان د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ نه‌شي.

د طالبانو له دې اعلان وروسته د افغانستان حکومت هم ورته اقدام وکړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله تویترپاڼه کې ولیکل چې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې درې ورځنی اوربند مراعات کړي.

د مطلب په دوام کې دغه‌راز افغان امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې که طالبان اوربند مات نه‌کړي په وړاندې یې عملیات ونه‌کړي.

  • ډیجیټال ژورنال

ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې یو شمېر هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته کتنه کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو چې خلیلزاد افغانستان او څلورو نورو هېوادونو ته سفر په دې نیت پیل کړی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو پیلېدو ته لاره هواره شي.

خلیلزاد چې دغه سفر یې د جمعې له ورځې پیل کړی، په لومړي پړاو کې یې دوه ورځې په ناروې کې و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون‌یې له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړې.

په ناروې کې د امریکا سفارت له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې خلیلزاد چارواکو ته د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو په وړاندې د موجودو خنډونو او په دې اړه چې ټولې خواوې په څه ډول د دغو خنډونو د لیرې کولو لپاره کار کوي، معلومات ورکړل.

ناروې یو له هغو هېوادونو دی چې د بین‌الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره‌یې چمتووالی ښودلی.

تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې د افغانانو ترمنځ به خبرې کله پیل شي.

ډیجیټال ژورنال وړاندې لیکي، سره له دې چې شخړې په افغانستان کې روانې دي، د جګړې دواړه لوري د خبرو پلوي کوي. خو د لیکوال په باور د خبرو د پیلېدو د ځنډ یو علت دا دی چې د افغانستان حکومت لېواله نه‌دی چې د بندیانو د تبادلې هغه شرط پوره کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د فبرورۍ میاشتې د تړون یوه برخه ده.

تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې دا ډله چمتو ده چې تر لوی اختر وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو په دې شرط چې د زندانیانو تبادله بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG