د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

څنګه ممکنه ده په پنځو ورځو کې د سولې لویه مشورتي جرګه جوړه شي؟


تېر ۲۰۱۹ کال کې د سولې مشورتي لویه جرګه
تېر ۲۰۱۹ کال کې د سولې مشورتي لویه جرګه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي د راروانې مشورتي لویې جرګې له لارې به د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ترڅنګ د ګڼو نورو مهمو مسئلو په اړه هم حل لارې وړاندې شي.

دا خبره د یاد وزارت ستر سلاکار عزیزالله فضلي یکشنبه ماښام ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.

تمه ده د سولې لویه مشورتي جرګه راروانه جمعه پیل شي چې درې تر پنځه ورځې دوام کوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار ښاغلي فضلي وویل افغان حکومت او نړیواله ټولنه د سولې د پروسې بریا غواړي او د یادې جرګې پرېکړې به د ده په باور د سولې پروسې لپاره ګټورې تمامې شي.

صفي‌الله ستانکزي له عزیزالله فضلي سره مرکه کړې ده او لومړی یې پوښتنه کړې چې څنګه ممکنه ده په پنځو ورځو کې د سولې لویه مشورتي جرګه جوړه شي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG