د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

'نړیوالې ټولنې له مشورتي لویې جرګې ملاتړ وکړ'


د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې انلاین ناسته
د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې انلاین ناسته

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړیوالې ټولنې غړو په پرونۍ غونډو کې له مشورتي لویې جرګې سره خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا وزارت په دوو غونډو کې د وېډيو کنفرانس له لارې د ۴۰ هېوادونو او ادارو د استازو د ګډون خبر ورکوي.

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې غړي چې پر رخصتیو دي، په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته ورغوښتي دي.

د ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک چې په لویو جرمونو تورن دي، د دې جرګې له مهمو موضوعاتو دی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د مشورتي لویې جرګې راغوښتو په اړه د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده.

ښاغلي وېلسن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دوو څخه په یوه غونډه کې چې له لیرې جوړه شوې وه، داسې وویل: "د دې فرصت لپاره ډېر منندوی یم چې د ولسمشر غني مشري او د لویې جرګې راغوښتل‌یې وستایم. لکه څنګه چې تاسې وویل هدف‌یې افغانستان ته د خپلو او نورو د هڅو د ملي پياوړتیا ملاتړ دی."

راس وېلسن
راس وېلسن

افغانستان ته د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا چې په پرونۍ غونډه کې يې ګډون کړی وو، پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی کوي چې د سیاسي جوړښتونو او دود له مخې پرېکړې وکړي.

مشورتي لویه جرګه به د جمعې په ورځ د درېیو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل، د ۴۰۰ طالب زندانیانو خلاصون، دا چې افغانان څه ډول سوله غواړي او د حکومت پراختیايي پروګرامونو شریکول له مهمو بحثونو دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د دغو زندانیانو نومونه د شااوخوا پنځه زرو بندیانو په لېست کې شامل دي چې طالبانو افغان حکومت ته سپارلی او غوښتي يې دي چې په دې فهرست کې شامل طالبان دې له زندانونو راخوشې شي.

طالبانو ویلي چې د دغو طالبانو تر راخوشې کېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل کړي، خو حکومت ویلي ۴۰۰ طالب زندانیان لویې جرمي دوسیې لري.

ولسمشر غني په دې وروستیو کې وویل چې د دغو زندانیانو د راخوشې کولو صلاحیت نه‌لري او په دې اړه به مشورتي لویه جرګه راوغواړي، خو د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي ازادي راډيو ته وویل چې دا مشورتي لویه جرګه یوه حکومتي جرګه ده.

ښاغلی زابلی زیاتوي: "کله چې د انتخاباتو کمېسیون جمهور رئیس د ولسمشر په توګه اعلان کړ، لویې جرګې وخت همغه وو. ده باید هغه مهال له ملت سره مشوره کړې وای چې ایا ۵۰ فیصده اجرائیه صلاحیت ډاکتر عبدالله ته ورکړم که نه. همداسې نور ملي مسایل تېر شول چې ولسمشر ورباندې سترګې پټې کړې. اوس د ۴۰۰ کسانو لپاره لویه جرګه راغوښتل منطق او قانون نه‌مني."

د ارګ ماڼۍ څخه د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د اداري پلاويو له غړو او مشرانو جرګې له مشر فضل هادي مسلمیار سره د مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه په ارګ ماڼۍ کې وکتل.

د پارلماني چارو وزیر ضیاالحق امرخېل چې په دې غونډه کې حضور درلود، د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره معلومات شریک کړل.

ضیاالحق امرخېل
ضیاالحق امرخېل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه: "د ملي شورا د دواړو خونو مشرانو او اداري پلاوي افغان ولسمشر ته اطمینان ورکړ چې دوی د دغسې جرګې چې مشوره ده په‌کې د ولس استازي دي په‌کې او همدارنګه د قومونو مشران او علما، انتخابي غړي ګډون کوي. دا یې په نېک فال ونیوله او ویې‌ویل چې دوی به هر ډول مرسته او همکاري کوي او د ولس ترڅنګ به درېږي."

ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په خاطر د ولسي جرګې غړي چې اوس‌مهال پر رخصتیو دي، بېرته کابل ته ورغوښتي. د ولسي جرګې غړي د زمري په لومړۍ نېټه د یوه نیمې میاشتې لپاره د دوبي پر رخصتۍ لاړل.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG