د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

سرچینه: د ننګرهار له زندانه په لادرکه بندیانو کې داعش وسله‌وال هم شته


په دې پېښه کې د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او بندیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول او ۴۸ نور ټپيان شوي.
په دې پېښه کې د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او بندیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول او ۴۸ نور ټپيان شوي.

یو شمېر سرچینې وایي، د ننګرهار له زندان په لادرکه بندیانو کې داعش وسله‌وال هم شته.

د ننګرهار پر محبس له‌برید يوه ورځ وروسته لا هم د هغو څه د پاسه دوه سوه بندیانو په اړه معلومات نشته چې د جګړې پر مهال له دغه زندان تښتېدلي دي.

که څه هم ځایي مسوولان د پلټنې له هڅو خبر ورکوي، خو یوه سرچینه ازادي راډیو ته وایي، په لادرکه کسانو کې داعش وسله‌وال هم شته.

د سرچینې له قوله، په ورکو بندیانو کې ډېر شمېر یې داعش وسله‌وال دي.

د ننګرهار چارواکي که څه هم مني چې د برید پرمهال زندان کې د داعش ډلې غړي بندیان وو، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وایي.

د ننګرهارد والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو سره په خبرو دا هم و نه ویل چې په لا درکه بندیانو کې د داعش څومره کسان شامل دي.

هغه زیاته کړه: "ولې یو شمېر بندیان نه شته، اوس یو تحلیل په کار دی چې معلومه شي، خو محبس کې د داعش ترڅنګ، طالب او نور مجرمین هم وو."

د ننګرهار پر محبس د یکشنبې د برید مسوولیت داعش ډلې منلی او وایي، توانېدلي چې د برید پرمهال خپلې ډلې ته منسوب کسان له زندان وباسي.

که څه هم افغان حکومت وړاندې ویلي و چې داعش ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړې، خو اوس یې یو ځل بیا د فعاليت په اړه له څېړنو خبر ورکوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي: "دې کې شک نه شته چې داعش د افغانستان ختیځ کې ماتې خوړلې، ولې اوس هم یو شمېر کسان د دې ډلې تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د ډول پېښو مسوولیت مني، دا څېړل کېږي، د هېواد د ختیځ وضعیت څېړل هم کېږي."

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

د ننګرهار په محبس برید د خپل ډول یو پېچلې حمله ګڼل کېږي.

بل‌خوا د یو شمېر بندیانو کورنۍ وایي، د خپلوانو مړي او ژوندي یې ورک دي.

ذوالفقار ازادي ته وویل: "زما زوی بندي و، نه یې مړی اوس معلوم دی نه ژوندی، راغلم چې پوښتنه وکړم چې زړه مې صبر شي."

دغه راز امان الله وویل: "د تره زوی مې بندي و، اوس یې مړی او ژوندی ورک دی، ټوله شپه مې تېره کړه اوس بیا راغلم چې پوښتنه وکړم."

د ننګرهار پرمحبس برید د ۱۱ داعش وسله‌والو له‌خوا د يکشنبې په ورځ وشو او له ۲۱ ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېد‌.

په دې پېښه کې د ملکیانو، امنیتي ځواکونو او بندیانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل سول او ۴۸ نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG