د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۸

چارواکي: د ننګرهار د محبس سلګونه بنديان لادرکه دي


د جلال اباد زندان
د جلال اباد زندان

د ننګرهار پر محبس له بريد وروسته چارواکي وايي د دې زندان سلګونه بنديان لادرکه دي.

څه باندې ۲۰۰ بندیان توانېدلي د ننګرهار پر عمومي محبس په پروني برید کې په تېښته بریالي شي. په دې محبس کې د چارواکو په خبره په جنایي جرمونو د تورنو بندیانو ترڅنګ طالبان او داعش وسله‌وال هم بندیان ول چې د ټولو شمېر نږدې ۱۸۰۰ کسانو ته رسېده.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د دوی ارزونې تر اوسه نه‌دي بشپړې شوي، خو دمګړۍ ۲۰۰ بندیان لادرکه دي.

یو رضا کار یو ټپي سړی د جلال اباد په یوه زندان کې د بمي چاودنې له امله روغتون ته وړی
یو رضا کار یو ټپي سړی د جلال اباد په یوه زندان کې د بمي چاودنې له امله روغتون ته وړی

هغه زیاته کړه: "۱،۷۹۳ تنه موږ په محبس کې درلودل چې ۱،۵۱۰ تنه‌یې تر کنټرول لاندې لرو. تصفیه جریان لري. د ټولو ټپیانو او مړو د هویت تثبیت چارې لا هم نه‌دي بشپړې شوي، تر څو وکولای شو دقیق ارقام واخلو، خو اوس له ۲۰۰ څخه پورته بندیان کمبود لرو او موږ یې د فراریانو په لېست کې شاملولای شو."

ښاغلي مومند د لادرکه بندیانو د هویت په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د ننګرهار د سرپرست والي په خبره انګېرنه دا ده چې لا به دغه کسان په ښار کې دننه وي، نو ټول مشکوک ځایونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

تر دې وړاندې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي وو چې ۱،۰۲۵ بندیان چې له زندانه وتلي وو، بېرته ونیول شول.

رسمي شمېرې ښیي چې په دې برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي چې په وژل شویو کې ۲۰ ملکي وګړي، ۳ بندیان او دوه امنیتي منسوبین شامل دي، خو د ښاغلي مومند په خبره ارقام ښایي بدل شي.

په روغتون کې ټپي شوی کس
په روغتون کې ټپي شوی کس

دا برید د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند په درېیمه او وروستۍ ورځ وشو.

وسله‌والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړل، خو داعش وسله‌والو یې مسؤلیت واخیست.

اوس پوښتنه دا ده چې دا ۱۹ ساعته برید داعش وسله‌والو په یوازې سر وکړ او که نوره مرسته هم ورسره وه؟

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امنیتي ځواکونه به وروسته دا معلومه کړي چې د برید تر شا د کومې ډلې لاس وو.

افغان چارواکي ادعا کوي چې طالبانو د خپلو فعالیتونو د ترسره کېدو لپاره پراخ چتر جوړ کړی دی چې وخت نا وخت نوم بدلوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ازادي راډیو ته د داعش او حقاني شبکې ترمنځ د تړاو خبره وکړه.

طارق ارین د دوشنبې په ماښام د اګسټ درېیمه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لپاره د داعش ډلې نوی ټاکل شوی مشر د حقاني شبکې غړی دی.

د کورنیو چارو وزارت طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت طارق ارین

هغه زیانه کړه: "شهاب المهاجر د افغانستان لپاره د داعش نوی مشر اصلاً د حقاني شبکې غړی دی. طالبان او حقاني شبکه هره ورځ زموږ په هېواد کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي. ځيني وخت د سیاسي ملحوظاتو له امله د داعش په نوم بریدونه کوي. موږ دوی پېژنو. د نومونو په بدلولو اصلي څېرې نه‌شي پټېدای."

افغان چارواکي حقاني شبکه د وسله‌والو طالبانو عمده ملاتړې ګڼي او وایي طالبان له امریکا سره د دوحې د تړون پر خلاف تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی او له ترورېستي ډلو سره اړیکو ته‌یې دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې داسې خونړي بریدونه هم شوي دي چې طالبانو یې مسؤلیت نه‌دی اخیستی او حتی په خپلو اعلامیو کې یې هغه بریدونه غندلي هم دي، خو داعش وسله‌والو یې مسؤلیت منلی دی. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې له داعش ډلې سره جنګېږي.

XS
SM
MD
LG