د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۱۷
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.

ننګرهار کې موټر بم او وسله‌واله حمله شوې

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په قربانیانو کې ملکیان، امنیتي سرتېري او زندانیان شامل دي.

دا برید تېر ماښام د محبس مخې ته له یوې درنې چاودنې پیل شو او وروسته بریدګر محبس او شا او خوا ودانیو ته ننوتل.

د ننګرهار د والي ویاند تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې درې بریدګر له منځه وړل شوي او نورو د له منځه وړلو هڅې روانې دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې په کوم شمېر برید ګر لا هم د امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.

د برید پړه داعش وسله والې ډلې منلې ده. ګومان کیږي چې د ډلې دا برید له دې محبس څخه د خپلو یو شمېر جنګیالیو د خوشې کیدو په هدف کړی. چارواکي وايي هغه شا او خوا زر تنه بندیان یې بیرته نېولې چې د تښتیدو هڅه یې کوله خو دا چې یو شمېر زندانیان به په تېښته توانېدلې وي کنه، تر اوسه څرګنده نه ده.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې افغان حکومت وویل، د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې په جلال اباد کې وژلی دی.

۱۸:۴۷ ۱۳.۵.۱۳۹۹

ولسمشر غني د ننګرهار ولایت پر زندان برید وحشیانه، بشري ضد جنایت او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل وباله.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ولسمشر دغه برید د تروریستانو د جنایتونو دوام وباله چې په وینا یې بې ګناه افغانان په کې وژل شوي او یا ټپیان دي.

ولسمشر دغه راز یو ځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار وکړ وېې ویل: "تروریستان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره زموږ د خلکو عزم او اراده نشي کمزورې کولای."

د سرچینې په وینا ولسمشر غني د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدګۍ او د ټپیانو د درملنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

۱۱:۵۷ ۱۳.۵.۱۳۹۹

د ننګرهار پر زندان د وسله والو په ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په قربانیانو کې ملکیان، امنیتي سرتېري او زندانیان شامل دي.

ښاغلي خوږیاڼي تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې درې حمله کوونکي له منځه وړل شوي او د نورو حمله کوونکو د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

د چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد زندان ته نیږدې په یوه موټر کې بم ځای پر ځای شوی و چې پرون ماښام وچاودېد او وروسته یو شمېر وسله والو بریدګرو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.

د برید پړه داعش وسله والې ډلې منلې ده.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې افغان حکومت وویل، د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې په جلال اباد کې وژلی دی.

۱۱:۰۰ ۱۳.۵.۱۳۹۹

تازه: د ننګرهار پر محبس حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار محبس موتر بم او ډله‌يیز وسله‌وال بريد کې ۲۱ تنه ملکي وګړي، امنيتي منسوبين او بنديان شهيدان شوي او ۴۳ تنه ټپيان شوي، همداراز ۳ بريدګر تر اوسه وژل شوي او تر زر تنو بنديان چې د تېښتې هڅه‌يې کوله بېرته نيول شوي."

۰۸:۰۵ ۱۳.۵.۱۳۹۹

تازه: یو شمېر برید کوونکي د ننګرهار مرکزي زندان ته ننوتي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکزي زندان یو شمېر برید کوونکي زندان ته ننوتي او له افغان ځواکونو سره مقاومت کوي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې د بریدګرو له ډلې درې تنه‌یې وژل شوي او د نورو د وژلو هڅې روانې دي.

نوموړي د ټولو بریدګرو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG