د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

لانګ وار ژورنال: د ننګرهار پر محبس برید د داعش ډلې د ستړې کوونکې جګړې برخه ده


بهرنې ورځپاڼې
بهرنې ورځپاڼې

ګڼو سيمه‌یيزو او نړيوالو رسنيو د ننګرهار پر عمومي محبس په وروستي بريد ليکنې کړي. داعش د دې بريد چې لږترلږه ۲۹ کسان په‌کې ووژل شول مسؤليت پر غاړه اخيستی.

انګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال وايي، دا بريد د داعش ډلې د ستړې کوونکې جګړې برخه ده چې د پرله‌پسې شاتګونو سربېره غواړي ثابته کړي چې لا هم پياوړې ده.

ټايم بيا يو راپور کې د دوشنبې په ورځ پر ننګرهار محبس بېرته د افغان ځواکونو د واک ټينګېدو ته اشاره کړې او زياتوي، دې حملې د افغانستان په وړاندې پراته ازمیښتونه په ډاګه کړل.

افغانستان په داسې حال کې له دا ډول پېچلو بريدونو سره مخ دی چې د امريکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ايستل پيل کړي دي.

د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د تړون له مخې که چېرې طالبان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په چاره کې په خپلو ژمنو ودرېږي، نو ټول نړیوال ځواکونه د راتلونکي ميلادي کال تر نيمايي له افغانستان څخه وځي.

په ننګرهار کی وروستی برید دا پوښتنه رامخې ته کوي چې ايا طالبان به وتوانېږي چې له امريکا سره په هوکړه کې کړې ژمنې عملي کړي. د داعش د وسله‌والو ترڅنګ ملګرو ملتونو په يو وروستي راپور کې ويلي چې افغانستان کې د القاعده سلګونه وسله‌وال هم شته چې له طالبانو سره اړيکې لري.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال وايي، د داعش دا بريد د هغو هڅو په وړاندې د دې ډلې ګواښ ښيي چې امريکا، افغان حکومت او طالبان‌يې د بين‌الافغاني خبرو د پيل لپاره کوي.

انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې بيا ليکلي دا بريد له هغې يوه ورځ وروسته کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د داعش ډلې یو قوماندان جلال‌اباد ښار ته نږدې وواژه.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د يو وروستي راپور يادونه کړې او وايي اټکل کېږي چې افغانستان کې به له ۲،۰۰۰ زيات د داعش ملاتړي واوسي.

  • هندوستان ټایمز

هندوستان ټايمز ورځپاڼې بيا د افغان ولسمشر اشرف غني او د هند د صدراعظم نرېندرا مودي په ټيلیفوني خبرو ليکنه کړې.

په ليکنه کې ويل شوي چې دواړو مشرانو د سیمې په امنيتي وضعيت خبرې وکړې. د هند او افغانستان مشران داسې مهال خبرې کوي چې افغانستان کې ترهګريزې کړنې زياتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG