د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

کمال خان بند د افغانستان لپاره څومره مهم دی؟


نیمروز کې د کمال خان بند
نیمروز کې د کمال خان بند

د چخانسور حاصلخېزې ځمکې د بیا سمسورولو لپاره د کمال خان بند د رغولو چارې کرار کرار په بشپړېدو دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې په څلورو میاشتو کې به د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلی غني د دې بند د کار د څار لپاره پرون له یوه لوړپوړي حکومتي پلاوي سره نیمروز ته تللی و.

ولسمشر غني وايي: "له ۷۰۰ کلونو وروسته کمال خان د نیمروزیانو او افغانانو په اختیار کې راځي. ۷۰۰ کاله مخکې د نیمروز د اوبو لګولو سیستم له‌منځه لاړ او د اسلامي تمدن یو لوی اساسي بنسټ په دښته واوښت. څلور میاشتې وروسته به ان‌شاءالله د کمال خان بند کانال ډک وي او له دې وروسته به همېشه ډک پاتې شي."

ولسمشر غني او ورسره پلاوی د کمال خان بند د کار د څار پر مهال.
ولسمشر غني او ورسره پلاوی د کمال خان بند د کار د څار پر مهال.

د کمال خان د بند چارې له امنیتي ګواښونو سره سره په درې پړاونو کې مخته تللې چې وروستۍ یې همدا د بند اصلي برخه او د برېښنا پروژه ده.

روایتونو له مخې کمال خان بند د ۱۳مې میلادي پېړۍ په وروستیو کې د تېمور ګورکاني لښکرو وران کړی و.

له هغه وخته دا پراخه او سمسوره سیمه په یوه دښته اوښتې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تېرې سلواغې د هغې وینا یوې برخې هم د تُرک توکمو غصه پارولې وه چې ویلي یې و د سیستان، هلمند او فراه د اوبو لګولو سیستم "ګوډ تېمور" له‌منځه وېوړ.

ارګ بیا وروسته ویلي و ولسمشر خواشینی دی چې خبرو یې خلک خپه کړي.

د اوبو د مدیریت د برخې څېړونکي وايي کله چې کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي ایران ته به تلونکې اوبه د هلمند د معاهدې په اساس د کنټرول وړ وګرځي او هم به د نیمروز خړې دښتې سمسورې شي.

محمد عاصم مایار
محمد عاصم مایار

له دې ډلې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون استاد او د جرمني د شتوتګارت پوهنتون د اوبو د مدیریت د دوکتورا څېړونکی محمد عاصم مایار ازادي راډیو ته وویل: "پخوا به چې کله سېلابونه یا ډېرې اوبه راتللې هغه به مستقیماً د ایران خاورې ته اوښتې. د دغه بند په جوړېدو موږ کولای شو چې دا اوبه په خپله خاوره کې زېرمه کړو او بیا وروسته چې څومره د هلمند معاهده ده د هغې په اساس ایران ته حقآبه ورکړو. له دې څخه علاوه دا بند د سېلابونو په کنټرول کې هم مهم رول لري. تر ټولو مهم دا چې دا بند کولای شي نیمروز ته یو اساسي پرمختګ ورکړي."

کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د کمال خان بند د پرانیستلو مراسم
په ۲۰۱۷ کال کې د کمال خان بند د پرانیستلو مراسم

د دغه بند د بیا رغولو چارې د محمد داوود خان په وخت کې پلان شوې، خو جنګ جګړو د دغه کار مخه ډب کړه. د بند د بیارغولو لپاره افغان حکومت په وروستیو ۱۰ کلونو کې لاس په کار شو؛ لومړی پړاو یې په ۱۳۹۱ او دوهم‌یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ کړ. وروستی پړاو چې د بند اصلي برخه ده او تمه ده په څو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت د پراختیايي بودجې په شااوخوا ۸۰ میلیونو ډالرو باندې پیل شو.

د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر نیمروز هم له نا امنیو او ګواښونو په امان نه‌دی پاتې.

د کمال خان بند په پروژه باندې په تېرو ۱۰ کلونو کې ډېر ځله وسله‌والو مخالفینو بریدونه کړي.

د افغانستان د عامه ساتنې د تصدۍ لوی رئیس جنرال خوشحال سعادت ازادي راډیو ته وویل چې له ګواښونو سره سره افغان ځواکونه د کمال خان بند ساتنې ته دوام ورکوي.

خوشحال سعادت
خوشحال سعادت

ښاغلی سعادت زیاتوي: "په دې تېرو درېیو کلونو کې چې د کمال خان بند د ابادۍ چارې روانې دي د عامه ساتنې ځواکونو وشو کولای سره له دې چې د افغانستان دښمنانو ګواښونه ورته کړي و او څو بریدونه‌یې هم ورباندې کړي و د دې ملي پروژې پوره امنیت ونیوه. اوس چې الحمدالله د دې پروژې پای ته څلور میاشتې پاتې دي د افغانستان عامه ساتنې ځواکونه ډاډ ورکوي چې دا ملي پروژه وساتي. تر ابادۍ وروسته هم د دې پروژې د ساتنې او امنیت مدیریت په غاړه لري."

ایراني چارواکو په وار وار د افغانستان په لوېدیځ کې د بندونو د جوړولو له پروژو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د اوبو ډېر کنټرول نه‌یوازې د ایران کرکېله زیانمنوي، بلکې د سیمې چاپېریال هم ګواښي.

د دوی رسمي دریځونه ظاهراً تر همدې حده څرګندېږي، خو د راپورونو په اساس د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې سیمه‌ییز چارواکي د بندونو د جوړولو په پروژو باندې اکثر بریدګر هغه کسان بولي چې د ایران په لمسون‌یې وسله پورته کړې او د بندونو د جوړولو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG