د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د هلمند والي: یو شمېر بهرني وسله وال د کجکي بند په اړه معلومات ټولوي


په هلمند کې کجکي بند ته د زیان رسولو د هڅو په دوام د دغه ولایت والي وايي چې ځینې بهرني اتباع په هلمند کې د کجکي بند په اړه د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.

د ښاغلي یاسین په خبره په یادو بهرنیو اتباعو کې ایرانیان هم شامل چې په وروستیو کې کجکي ولسوالیو ته راغلي دي.

نوموړی وايي:

"د سیمې د خلکو او کشفي بنسټونو د اطلاعاتو له مخې یو شمېر کسان چې کیدای شي ایرانیان هم په‎کې وي سیمې ته راغلي او ډېر د بند په اړه پوښتنې کوي دوی په وسلو هم سمبال دي او کمپیوټري وسایل هم لري."

د هلمند والي محمد یاسین
د هلمند والي محمد یاسین

ښاغلی یاسین ډاډ ورکوي چې کشفي بنسټونه دغه مسئله په جدي توګه څاري او هېڅ‎چا ته به د ورنکارو فعالیتونو اجازه ورنه‎کړي.

تردې وړاندې هم ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې وسله‎وال مخالفین هڅه کوي لوی بندونه او په ځانګړي توګه د کجکي بند تخریب کړي.

له هغې وروسته چې ولسمشرمحمد اشرف غني د سلما بند د پرانېستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان د خپلو اوبو د مهار او ځمکو د خړوبولو حق لري، دغې مسئلې ځینې غبرګونونه راوپارول.

څه موده وړاندې د ایران ولسمشرحسن روحاني په یوه کنفراس کې وویل چې دوی د سلما، کمال خان او کجکي بندونو د رغېدو په برخه کې بې تفاوته نه‎شي پاتې کیدای.

د هلمند کجکي بند په ۱۳۳۲کال کې د سیلابونو د کنټرول، د ځکمو د خړبولو او د همدا راز د برښنا د تولید په هدف جوړ شوی چې دا مهال د هلمند سربېره د کندهار خلک هم ترې ګټه اخلي.

له بلې‎خوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاوالله افغان وايي چې کجکي بند ته څېرمه د نامعلومو وسله‎والو فعالیت او ورتګ د دغه بند د تخریب اندیښنې زیاتې کړي دي.

دی وايي:

"دا یوه لویه پروژه ده چې تردې دمه د حکومتونو له‎خوا ساتل شوې ده، د ټولو خلکو دا غوښتنه ده چې د دغه پروژې د ساتنې لپاره یو منظم پلان جوړ او عملي کړي."

د ښاغلي افغان په خبره امنیتي بنسټونه باید د دغه بند د امنیت د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي او ددغه بند د تخریب مخه ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG