د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د هلمند والي وايي ځینې ایراني انجنیران د کجکي بند د ورانولو په هدف راغلي


د هلمند والي وايي، ځینې ایراني انجنیران د کجکي د بند د ورانولو په خاطر دې ولایت ته راغلي دي.

تر دې وړاندې د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکو او د ټولنیزي شورا غړو ازادي راډیو ته ویلي وو چې یو شمېر ایراني اتباع د کمرو او یو شمېر کشفي وسایلو سره دغه ولسوالۍ ته ورغلي دي او د کجکي بند د ورانولو طرحې جوړوي.

که څه هم افغان ځواکونه د کجکي د بند د ساتنې ډاډ ورکوي، خو د هلمند اوسیدونکي وايي، مرکزي حکومت باید په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:34 0:00

XS
SM
MD
LG