د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د اوبو او برښنا وزارت: د سلما بند اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې


ارشیف، په هرات کې د سلما بند
ارشیف، په هرات کې د سلما بند

د افغانستان د اوبو او برښنا سرپرست وزیر وايي، د سلما بند اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، په هرات ولایت کې د سلما بند ذخیره شوې اوبه د یوه ټاکلي پروګرام له مخې د نږدې ولسوالیو د کروندو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.

د اوبو او برښنا سرپرست وزیر انجنیر محمد ګل خُلمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل، د سلما له بنده د برښنا د تولید تر څنګ غواړو چې د بزګرو او باغ لرونکو ستونزې هم په پام کې ونیسو او د اوبو د کمښت ستونزه‌یې هواره کړو.

ده وویل:

"د غوریانو اوسېدونکو چې د زعفرانو د کښت او مالدارۍ لپاره له موږه د اوبو غوښتنه کړې، موږ شااوخوا ۳۵ میلیونه متر مکعبه اوبه لرو او همدغسې ورځې ته مو ذخیره کړې وې، اوس مو خوشې کړې، اوبه غوریانو ته روانې دي، د اوبو اندازه زیاته ده او کله چې غوریانو ولسوالۍ ته ورسېږي، مدیریت به‌یې کړو."

ښاغلي خلمي وویل، دغه بند ته په هره ثانیه کې ۵ متر مکعبه اوبه راځي او وتوانېدو چې د غوریانو ولسوالۍ ته په هره ثانیه کې ۱۸ متره مکعبه اوبه ورکړو.

سلما بند د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب د دریايي حوزې تر ټولو لوی او مهم بند دی.

ارشیف، د سلما بند یو انځور
ارشیف، د سلما بند یو انځور

د سلما د اوبو او برښنا د بند د جوړولو چارې په ۱۹۷۶ میلادي کال کې پیل شوې وې، خو د پیل کارونه‌‌يې د ناامنیو له امله تر ۲۰۰۲ میلادي کال پورې وځنډېدل.

د ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته‌یې د جوړولو چارې بیا پیل شوې او د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د ۱۳۹۵ لمریز کال په جوزا میاشت کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

افغان امنیتي ځواکونو پخوا تر دې ازادي راډیو ته ویلي چې وسله‌والو مخالفینو ډېر ځله په وسله‌والو بریدونو د دغه بند د جوړېدو مخه نیولې، خو له امنیتي ستونزو سره سره بشپړ شو.

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان ډېری اوبه د بندونو د کموالي له امله تر ډېره حده ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

د یاد وزارت مسؤلین وايي، په هېواد کې د بندونو د جوړولو لپاره پلانونه ترتیب شوي چې ځیني د ودانېدو په حال کې دي او د ځینو مطالعه او سروې روانه ده.

د دوی په خبره، په نویو جوړېدونکو بندونو کې شاه و عروس، دهنې دره، مچلغو، کمال خان، پاشدان او دهله شامل دي.

د چارو پوهان د اوبو او برښنا د وزارت دغه اقدام ستايي او وايي چې د افغانستان د اقتصادي ودې تر ټولو اسانه لار د کرنې پراختیا ده او حکومت ته په‌کار ده چې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو سیستمونه جوړ کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدي ازادي راډیو ته وویل:

"اقتصاد پر زراعت ولاړ دی، د هېواد له ۶۰ فیصده ډېر خلک په کرنه بوخت دي، بندونه کولای شي چې د ځمکې لاندې اوبه هم تغذیه کړي، دولت کولای شي چې پخواني بندونه ورغوي او نوي هم جوړ کړي، دا بندونه د اقتصاد، پرمختګ او حتی د سولې لپاره ضروري دي، اوبه له برښنا هم مهمې دي."

د افغانستان د بندونو د جوړولو پلانونه د ځینو ګاونډیو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوي او ویلي یې دي چې که په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړ شي، پر دوی به اوبه کمې او له ستونزو سره به مخ شي.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې په غوڅه ویلي چې په هېواد کې به د اوبو او برښنا ۲۶ لوی بندونه جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG