د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د ولسي جرګې اداري پلاوی: ممکن د افغانستان-امریکا امنیتي تړون لغوه کړو


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، ممکن دغه جرګه د اوړي له رخصتیو وروسته، له امریکا سره دافغانستان امنیتي تړون لغوه کړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي ازادي رادیو ته وویل، امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون ته ژمنه نه ده او که دغه وضعیت دوام وکړي، د جرګې د غونډې اجندا به د یاد تړون لغوه کېدل وي.

د ولسي جرګې منشي وايي، دغه موضوع د جرګې د څو غړیو له خوا مطرح شوې ده.

ناامنیو له زیاتېدو، پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو او د کونړ ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري د توغندیو له ویشتل کېدو وروسته، د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، که امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ممکن ولسي جرګه له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لغوه کړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي ازادي رادیو ته وویل، د امنیتي مسئولینو د راپورونو له مخې، امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون ته ژمنه نه ده او که روان وضعیت دوام وکړي، د ولسي جرګې دغونډې اجندا به،د دغه تړون لغوه کېدل وي.

محمد میرزا کټوازي
محمد میرزا کټوازي

هغه زیاته کړه: "امریکا چې له افغانستان سره امنیتي تړون لري او ولسي جرګې پاس کړی، ورته ژمنه نه ده، اوس د امنیتي بنسټونو خبرې د پام وړ دي او ولسي جرګه د امنیتي ځواکونه ملاتړه ده، اوس دغه موضوع د ولسي جرګې په راتلونکي ناسته کې مطرح کېږي، که امریکا پر دغه تړون عمل ونه کړي، د افغانستان حکومت به ځان لپاره بله بدیل لاره ومومي او دغه تړون به لغوه شي."

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز هم وایي، امریکا په ډېرو برخو کې له افغانستان پر امنیتي تړون عمل نه دی کړی.

ښاغلي شهباز د امنیتي او ملکي کسانو د تلفاتو زیاتوالي او د پاکستان له لوري د هېواد پر سرحدي سیمو د توغوندیو ویشتلو ته اشاره کوي وايي، امریکا باید له افغانستان سره د امنیتي تړون له موادو سره سمه مرسته وکړي، حال دا چې تر اوسه یې دا مرسته نه ده کړې.

اسدالله شهباز
اسدالله شهباز

دی وايي، ولسي جرګه به د اوړي له رخصتیو وروسته له امریکا سره د امنیتي تړون موضوع، په اجنډا کې شامله او په اړه به یې تصمیم ونیسي.

د افغانستان ولسي جرګې تېره ورځ خپله د اوړي رخصتي پیل کړه.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې امریکا د افغانستان سټراټیژیک متحد دی او د افغان ځواکونو د پوځ ملاتړ او مرستو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي رادیو ته وویل: "زموږ لید دا دی چې، امریکا د افغانستان سټراټیژیک متحد دی، د امریکا متحد ایالاتونه له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې زموږ سره وو او اوس هم دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي، موږ یو دوامداره سټراټیژیکه ملګرتیا او مشارکت لرو."

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه د ازادي رادیو د پوښتنې په ځواب لیکلي، اوس په دې هکله کوم نظر نه لري.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لاسلیک شو.

په دغه تړون کې راغلي چې، د سټراټیژیکو همکاریو د هوکړې د حکمونو له مخې او په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو د ناستې مصوبو ته په کتو، امریکا ژمنه ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزني، تجهیز، مشورو او پیاوړتیا لپاره هرکال مالي امکانات ولټوي.

د شیکاګو په کنفرانس کې امریکا او متحدین یې ژمن شوي چې تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې به، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هرکال ۴ میلیارده ډالره مرسته کوي.

په دغه تړون کې دا هم راغلي چې دواړه لورې به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي استقلال پر وړاندې د هر بهرني هېواد د وسله وال ګواښ پر ضد کلکه مقابله کوي.

له افغان ځواکونو سره د امریکا مالي او پوځي ملاتړ ته په کتو روښانه نه ده چې، ولسي جرګه به وکړای شي دغه تړون لغوه او بله پر ځای یې بله بدیل لاره وړاندیز کړي که څنګه.

XS
SM
MD
LG