د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون د بیا کتنې موضوع د شخصي هدفونو پر بنسټ راپورته شوې ده.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۶» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل:
"د داسې یو امنیتي تړون تر پوښتنې لاندې راوستل چې په لویه جرګه کې تأیید شوی او د ملي وحدت حکومت په لومړیو ورځو کې لاسلیک کړی، د شخصي اهدافو لپاره دغه مسایل مطرح کول، فکر نهکوم چې د هېواد د امنیتي وضعیت له ښهوالي سره مرسته وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې ولسي جرګې د تېرې چهارشنبې د ورځې په غونډه کې چې مشري یې د لومړي مرستیال همایون همایون په غاړه وه، پرېکړه وکړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دې پر امنیتي سند بیا کتنه وشي.
خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د دغې جرګې یو شمېر غړو بیا وویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې شوې پرېکړه قانوني نهده او دا عمل د اساسي قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو خلاف عمل دی.
د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې لهخوا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د بیا کتنې موضوع هممهاله د حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسيونو لهخوا هم بدرګه شوه.
له ځينو اختلافاتو سره سره د دغه تړون په اړه د حامد کرزي د حکومت په وروستیو کې د مشورتي لویې جرګې لهخوا هوکړه وشوه، خو د ملي وحدت حکومت په لومړیو کې لاسلیک شو.
پخوانۍ افغان سناتوره رڼا ترین وايي، د تړون د مادو له مخې د تړون دواړه خواوې د تړون بیا کتنه ایجابوي، خو په خبرهیې پهدې کې باید ډېر احتیاط وشي.
د امنیتي تړون د بیا کتنې مسایل امنیت سره مرسته نهشي کولای.
نوموړې زیاتوي:
"امنیتي تړون باندې بیا کتنه د افغانانو حق دی، په داسې مناسب شکل چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي مسایلو ته ضربه ورنهکړي او همدا د افغانانو نړیوالو سیاسي ارزښتونو ته زیان ونهرسوي مشران باید په دې برخه کې له پوره احتیاطه کار واخلي."
عبدالله عبدالله وايي، پهدې کې شک نهشته چې د افغانستان دښمنان دغه سند په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو د شتون لياره یوه بهانه بولي، خو په خبرهیې افغانستان اوس هم د بېلابېلو ترورېستي ډلو له ګواښ سره مخ دی.
اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې افغانان هڅه کوي چې په خپلو پښو ودرېږي او د خپل هېواد امنیت په خپله وساتي.
راپور: رحمتالله افغان