د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۵

ځیني استازي: له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې شوې پرېکړه قانوني نه ده


د ولسي جرګې یوشمېر غړو د شنبې په ورځ د دغې جرګې د تېرې چهارشنبې د ورځې د عمومي غونډې پرېکړه د قانون خلاف وګڼله.

د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ چې د جرګې په عمومي غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون بحث وشو او د یاد تړون بیا کتنه یې تصویب کړه، دا عمل د اساسي قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو له اصولو خلاف عمل دی.

دا خبرې د ولسي جرګې غړو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومې غونډه کې وکړې او ویې ویل، د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې نصاب بشپړ نه و او په نیمګړي نصاب پرېکړه کول، د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل او د قانون ماتول دي.

د ولسي جرګې غړي مجیب الرحمن څمکني وویل:

"دا موضوع په لویه جرګه کې مطرح او تصویب شوې وه، د لوېې جرګې په تصویب شویو موضوعاتو بحث کول غیرقانوني وي او کومه رأیه اچونه چې په دې برخه کې شوې، نصاب یې بشپړ نه و، په دې صورت موږ ته د منلو نه ده."

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې مشري د جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون په غاړه وه.

پر موضوع تر بحث او رأیې اچونې وروسته ښاغلي همایون ویلی وو چې دغه امنیتي تړون افغانستان ته هېڅ ګټه نه ده رسولې او هره ورځ تلفات ورکوو.

د ده په خبره، موږ یوه ډله وکیلان د دغه امنیتي تړون بیا کتنه غواړو.

د چهارشنبې په ورځ وویل شول چې د جرګې نصاب ۱۵۰ تنه دی، خو د شنبې په ورځ د جرګې غړو ذکریا ذکریا او جعفر مهدي وویل چې په هغه ورځ د جرګې نصاب ۱۵۰ نه و، نه حاضري واخیستل شوه او نه مثبت او منفي کاتونه سم وشمېرل شول.

دوی وویل، په نیمګړي نصاب د یوې مهمې موضوع تصویبېدل غیر قانوني دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې لاسلیک شو او سره له دې چې ځیني سیاسي ګوندونه وايي، امریکا د دغه سند پر ډېرو مادو عمل نه دی کړی، خو افغان حکومت دغه سند د افغانستان په ګټه بولي.

د چارو پوهان وايي، له دا شان مهمو موضوعګانو سره باید د نافذو قوانینو له مخې دقیق چلند وشي.

اجمل هوډمن
اجمل هوډمن

د دغو پوهانو له ډلې اجمل هوډمن ازادي راډیو ته وویل:

"البته د وکیلانو له نظره، له دغه شان مهمې موضوع سره برسېرن چلند مناسب نه و، بله موضوع دا ده چې په هغه ورځ نصاب بشپړ نه و او کومه پرېکړه چې شوې، قانوني حیثیت نه لري، دا طبیعي او عادي مسئله ده چې په یوې مخکنۍ مصوبه بیا کتنه وشي، حقوقي ستونزه نه لري."

د روانې اوونۍ له پيل راهیسې د ولسي جرګې په غونډو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنتي تړون په بیا کتنه بحثونه کېږي.

د دې تر څنګ په تېرو څو ورځو کې یو شمېر سیاسي څېرو او ګوندونو هم دا مسئله رابرسېره او رسنیزه کړې.

د چارو څارونکي وايي، که په یاد تړون بیا کتنه کېږي، نو ګټه به یې امریکا ته رسېږي، ځکه چې هغه هېواد د همدغه تدون پر بنسټ افغان ځواکونه تمویلوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG