د لاسرسي لېنکونه

ملي ارمان: انتخابات په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مطالبو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، انتخابات په افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د ورځپاڼې په باور جنګ او ناامني، د بې‌طرفه انتخاباتي بنسټونو نشتوالی او په مشرتابه کې د سالمو انتخاباتو لپاره د ارادې نه‌موجودیت هغه ستونزې دي چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات چې تر ۴۰ ورځو پورې به جوړ شي، ګواښي.

ورځپاڼه لیکلي، دا ټولې ستونزې ښايي حل‌لارې ولري، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي په حکومت کې ورته روحیه نه‌شته.

د سرمقاله لیکونکي د ادعاوو له مخې تر اوسه شواهد دا ښيي چې راروان انتخابات به له فساد او درغلیو ډک وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف سره د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لیدنې او خبرو په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې د حکومت دواړه مشران د يکشنبې په ورځ په پغمان کې د ښاغلي سیاف کور ته ورغلي وو چې د سیاسي او امنیتي انکشافاتو تر څنګ‌یې پر یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړې دي.

هېواد لیکلي، دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر ضد د یو شمېر پخوانیو چارواکو او په حکومت کې د یو شمېر شاملو ناراضیانو د یو کولو هلې ځلې پیل کړې دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې حامد کرزی چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې بیا ځلې ولسمشرۍ ته نه‌شي رامخته کېدای، د اوسني نظام د نسکورولو او پر ځای یې د ده په مشرۍ د لنډ مهالي حکومت د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته زور ورکړی دی.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د یوې بلې مهمې او په دې ورځو کې د ډېرې ګرمې موضوع په اړه لیکلي دي.

ویسا لیکي، په کابل کې د امریکا سفارت د امنیتي تړون د ژغورنې لپاره هڅې پیل کړې دي.

په مطلب کې راغلي چې وروسته له هغې چې د افغانستان ولسي جرګې تر تُندو انتقادونو وروسته د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي سند د بیا کتنې موضوع په خپله اجنډا کې شامله کړه، په کابل کې د امریکا سفارت د دغه سند د خوندي ساتلو لپاره لابي‌ګري پیل کړې ده.

په مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله چې نومونه‌یې نه‌دي ښودل شوي راغلي چې امریکا اوس په ولسي جرګه کې لابي‌ګري کوي، څو په‌دې تړاو د ولسي جرګې د غړو نظر بدل کړي.

XS
SM
MD
LG