د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

غني: د داسې سولې غوښتونکی یم چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې حفظ کړي


ولسمشر غني
ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د داسې سولې غوښتونکی دی چې په سیمه او نړۍ کې د خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان په توګه د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې حفظ کړي.

محمد اشرف غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» په کابل کې د 'سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نړیواله ناسته' کې وکړې.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ولسمشر دا خبرې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي او اضافه کړي یې دي چې ولسمشر محمد اشرف غني یادونه وکړه: "زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان په اسیا کې د اقتصادي او فرهنګي او نړیوالو اړیکو له اړخه په یو مرکز بدل شي."

دا ناسته د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر په ۰۴:۳۰ پیل شوه چې د نړۍ د ۲۰ هېوادونو، نړیوالو سازمانونو، ناټو او هغو هېوادونو چارواکو او استازو چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي، ګډون درلود.

دا په کابل کې په دې یوه اوونۍ کې درېیمه ناسته ده چې د افغانستان حکومت په کوربه‌توب جوړېږي.

د افغان سولې اړوند په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم د یو شمېر نړیوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره لیده کاته پیل کړي چې وروستۍ هغه‌یې د دغه دفتر مشر ملا برادر اخند او د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل خبرې دي.

په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، د دوحې تړون په تطبیق، د بندیانو په خلاصون او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وکړې. همداراز، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل او سولې پروسې په هکله هم وغږېدل. د المان خاص استازي د سولې په پروسه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر د سولې اړوند ناستې شوي ان دا چې په تېرو کلونو کې د اسلامي همکاریو سازمان یوه ناسته چې په سعودي عربستان کې په مکه مکرمه کې ترسره شوه په پایله کې یې د افغانستان جګړه ناروا او د اسلامي ارشاداتو خلاف وبلل شوه.

بل‌خوا د ولسي جرګې ځیني چارواکي وایي چې افغان حکومت په دې اړه د یوې اجماع د رامنځته کولو لپاره هڅې لا زیاتې کړي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "تر اوسه چې د سولې لپاره څومره ناستې شوې دي کومه لاسته راوړنه نه‌لري، نو بیا هم د افغان حکومت مکلفیت دا دی چې هڅې وکړي د سولې لپاره یوه ملي اجماع رامنځته کړي چې وکولای شي خپلو خلکو ته د سولې او امنیت زمینه برابره کړي."

محمد مېرزا کټوازی
محمد مېرزا کټوازی

افغان حکومت دا شان ناستې داسې مهال جوړوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هدف ځیني اقدامات هم شوي چې یو له هغو د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو تبادله ده.

په دې لړ کې افغان حکومت تر دې دمه ۴،۰۱۵ طالب بندیان او طالبانو بیا ۷۳۷ حکومتي بندیان ازاد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG