د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۵۴

'نوم مې چېرته دی؟' ملاتړي کمپاین کوونکي: پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکل غواړو


برېښنايي پېژندپاڼه
برېښنايي پېژندپاڼه

نوم مې چیرته دی؟ تر عنوان لاندې کمپاین کوونکي د افغانستان برېښنايي پېژندپاڼو یا تذکرو کې د مور د نوم لیکلو غوښتوونکي دي.

د افغانستان ټولنیزو رسنیو کې شاوخوا درې کاله وړاندې "نوم مې چېرته دی" کمپاین پیل شو.

د دې کمپاین موخه په رسمي اسنادو کې د ښځو نوم لیکل و.

"نوم مې چېرته دی"دې کمپاین ډير پلویان پيدا کړل، حتی تر دې چې ځينو سیاسي او مدني فعالانو او هنرمندانو له دې کمپاین څخه ملاتړ وکړ.

د خواله رسنیو کارکونکو د خپلو مېندو او مېرمنو نومونه علني کړل.

اوس دا کمپاین بیا تود شوی او موخه یې برېښنایي پېژندپاڼو کې د مور نوم ذکر کول دي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او سیاسي فعاله فوزیه کوفي وايي، په دولتي اسنادو او په ځانګړي توګه پېژند پاڼو کې د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم زیاتول حقوقي اړتیاده.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

هغه زیاتوي: "دولتي اسنادو کې د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم زیاتول یوازې د ښځو د حقونو بحث نه دی، بلکې یو حقوقي ضرورت دی، ځکه کله چې د میراث موضوع یادېږي، ښځې محکمې د تلو حق لري او کله چې د شهادت موضوع مطرح کېږي، ښځې حق لري چې محکمې ته لاړې شي."

اغلې کوفي زیاتوي، افغانستان کې د سنتي باورونو په اساس، په ټولنو او ناستو کې د ښځې نوم یادول یوه نادره موضوع ده په داسې حال کې چې دا باور د دیني اړخه کومه ستونزه نه لري.

برېښنایي پېژندپاڼو یا تذکرو کې مور نوم ذکر کولو غوښتنه ولسي جرګه کې هم شوې ده.

د ولسي جرګې د کورني چارو کمېسیون غړي عبدالستار حسیني وايي دې کمېسیون ته دا موضوع راجع شوې چې راتلونکې یکشنبې به پرې بحث وکړي.

ښاغلي حسیني ازادي راډیو ته وویل د دې درخواست تصویب او برښنایي پيژندپاڼو کې د مور نوم زیاتول ۱۵ میلیونه ډالره لګښت لري.

هغه زیاتوي: "موږ له مسئولینو سره خبرې کړې دي، ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې هغه پاڼې او کارتونه چې چاپ شوي بېرته راوګرځول شي او له سره پیل وکړو، د افغانستان حکومت لپاره ۱۵ میلیونه ډالره او د نیمایي کال بودجه هغه څه دې چې موږ باید کار وکړو چې دا طرحه په خپل وخت او زمان راشي."

همدا راز، ښاغلي حسیني زیاته کړه چې په پيژندپاڼو کې هېڅ څوک د مور د نوم لیکلومخالفت نه کوي.

په ورته وخت کې د معلوماتو او احصایي ملي اداره چې د ثبت احوال نفوس یې یوه برخه ده وايي، دا اداره د قانون اجرا کوونکي ده، د قانون بدلون په صورت کې اجرات وکړي.

د دې ادارې ویاندې روبینا شهابي ازادي راډیو ته وویل: "دغه بحث چې ایا برېښنایي تذکرو کې د مور نوم ولیکل شي که نه، د قانون او قانون جوړونکو صلاحیت دی، قانون باید دې برخه کې بدلون وکړي، کله چې قانون تغیر وکړي."

احصایي اداره دې ته چمتووالی لري چې د برښنایي پیژندپاڼو په مخ کې بدلون راولي.

اغلې شهابې زیاته کړه چې تر دې دمه یې د افغانستان خلکو ته ۸۰۰ زره برېښنایي پيژند پاڼې ویشلي دي.

XS
SM
MD
LG