د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

په ولایتونو کې دې د برښنایي تذکرو وېش پیل شي!


د برښنایي تذکرو په اړه د پکتیا ولایت د مدني ټولنې د غړو ناسته
د برښنایي تذکرو په اړه د پکتیا ولایت د مدني ټولنې د غړو ناسته

نن شنبه د حمل په ۳۱مه ګڼ شمېر مدني فعالان د پکتیا پوهنتون په ادیتوریم کې سره راټول او له دولته یې وغوښتل چې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ چې د دوی په خبره اوس ډېره پڅه روانه ده، ګړندۍ کړي او له مرکز کابله دې د د غې لړۍ لمن تر ولایتونو وغځوي.

دوی وایي، الکترونیکي یا برښنایي تذکرې کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې د فساد، جعل او تذویر مخه ونیسي او هم د جرمونو په کمولو کې ګټور رول ولوبوي.

د دغې غونډې دوو تنو ګډونوالو احمدالله احمدي او سحر ازادي راډيو ته وویل:

"د ولسمشر د فرمان په اساس د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه، دوی ژمنه کړې وه چې موږ به یې په لنډ وخت کې زونونو ته غځوو، خو دا لړۍ په کابل کې محدوده پاتې شوه، زموږ غوښتنه دا ده چې برښنایي تذکرې خو د فساد مخنیوی کوي، په ټاکنو کې موږ ترې استفاده کولای شو، نور خلک دوه درې ځایه دندې نه شي کولای، د فساد کوونکو لاسونه لنډوي، نو هیله ده چې څنګه یې چې ژمنه کړې وه، باید دا بهیر چټک شي."

"که غواړو چې د جنایي جرمونو مخه مو په اسانه پرې نیولې وي او د انتخاباتو په پروسه کې شفافیت راغلی وي، د برقي تذکرو د وېش بهیر دې په ټول افغانستان کې چټک شي او د زون په سطحه دې دلته مرکز پرانیستل شي."

د پکتیا ولایتي ادارې د مدني ټولنې له دې غږ سره خپل غږ غبرګوي او وایي چې په رسمي ډول به په دې زون کې د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ د پیل موضوع به له مرکزي ادارې سره شریکه کړي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل:

ارشیف، د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت
ارشیف، د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت

"نن په غونډه کې د پکتیا ځوانانو او قومي مشرانو دا غږ پورته کړ چې د برښنایي تذکرو وېش دې په زونونو او حتی په ټولو ولایاتو کې پیل شي، چون پکتیا د جنوب ختیځ زون مرکز دی، په دغه اساس باندې موږ به رسماً غوښتنه وکړو، ترڅو دلته د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي."

د دې ولایت اوسېدوونکي او په ځانګړي ډول مدني ټولنې په دې ولایت کې د برښنایي تذکرو د وېش مراکزو د فعالولو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې تر دې مهاله د هېواد په پلازمېنې کابل کې هم په څو محدودو ناحیو کې دا لړۍ روانه ده او اړوندې ادارې نه دي توانېدلي چې د کابل په ټولو ناحیو یا حوزو کې د برښنایي تذکرو د وېش مراکز فعال کړي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG