د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

عربستان په افغانستان کې ۱۰۰ ښوونځي جوړوي


د لغمان په قرغیو کې د یوه ښوونځي زده کوونکي چې د ودانۍ د نشتوالي له امله په ازاده فضا کې درس وايي.
January 20, 2020
د لغمان په قرغیو کې د یوه ښوونځي زده کوونکي چې د ودانۍ د نشتوالي له امله په ازاده فضا کې درس وايي. January 20, 2020

سعودي عربستان هېواد په افغانستان کې ۱۰۰ ښوونځي جوړوي.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، د دې ښوونځیو د جوړېدو طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغان حکومت لخوا د سعودي چارواکو ته وړاندې شوې ده.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر (جسیم محمد الخالدي ) د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر فضل الهادي مسلمیار سره په لیدنه کې د ۳۵ پراختیايي پروګرامونو او د ۱۰۰ښونځيو د جوړېدو لپاره د بودیجې د منظورۍ خبره کړې ده.

د عکس ښي لور ته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او چپ طرف ته د سعودي سفیر جسیم محمد الخالدي
د عکس ښي لور ته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او چپ طرف ته د سعودي سفیر جسیم محمد الخالدي

په دې لیدنه کې چې تېره ورځ شوې، په کابل کې د سعودي هېواد سفیر لخوا دغه شان په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو د عملي کار پر پیل هم خبرې شوي دي او ورسره د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کابل کې د یو سمبال روغتون د جوړېدو موضوع هم مطرح شوې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو طرحه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغان حکومت لخوا د عربستان هېواد چارواکو ته سپارل شوې وه.

د دې وزارت د تعمیراتو رئیس سید مخلص بازون له ازادي راډ‌یو سره په خبرو کې په دې اړه شوې ناستې او خبرو ته په اشارې سره وویل: "که د مشرانو جرګې مشر او ښاغلي سفیر په ناسته کې پر نویو ژمنوو او تعهداتو خبرې شوې وي د پوهنې وزارت په جریان کې نه ده او که دغه ۱۰۰ بابه ښوونځي چې ما یادونه وکړه همغه ښوونځي وي، موږ هیله لرو چې څومره ژر امکان لري کار یې پیل شي."

هڅه مو کړه چې په دې اړه په کابل کې د سعودي عربستان سفارت نظر هم راواخلو خو له پرله پسې هڅو سره مو چا اړیکه ځواب نه کړه.

خو په سعودي عربستان کې افغان سفیر احمد جاوېد مجددي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، په روزنیزو برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخولی شي.

مجددي وویل: "دغه ډول همکارۍ او مرسته کولای شي د دواړو هېواد اړیکې به روزنیزې، ښوونیزو، او سوداګریزو برخو کې پراخې کړي او موږ تل دې برخې ته ژمن یوو."

شاوخوا دوه کاله وړاندې افغان حکومت د یوې طرحې په پر بنسټ له عربستان سعودي هېواد نه د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړېدو لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو د پور غوښتنه وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د دغه پور لپاره یوه منظمه طرحه د مالیې وزارت لخوا جوړه او هغه هېواد ته وسپارل شوه.

د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه ښوونځي د افغانستان په یو شمېر لویو ښارونو کې جوړېږي.

XS
SM
MD
LG