د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

"په پکتیکا کې پوهنه له سقوط سره مخ ده"


په جنوبي سیمو کې د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو په لړ کې د پکتیکا سیمه ایز چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې پوهنه له سقوط سره مخامخ ده.

د پکتیکا د ولایتي شورا مسوولینو وویل، چې مسلکي ښوونکي کم دي، تنخواوې په وخت نه ورکول کیږي، ډیر شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري، نجونې ښوونځیو ته نه ځي او د دې ولایت د پوهنې ریاست په اداري فساد کې ډوب شوی دی.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال عبدالغني پکتین ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو ټولو ستونزو په اړه یې د پوهنې وزارت ته خبر ورکړی خو د د ه په خبرې د نوموړي وزارت چارواکو یې په اړه غوږ نه دی ګرولی:

"په پکتیکا کې د ګوتو په شمار نجونې ښوونځیو ته ځي، خو هغه خبرې چې ځینې کسان یې کوي چې ګوندي په پکتیکا کې زرګونه نجونې سبق وایي دا بې بنسټه ده.

یوخو دا چې په دې ولایت کې باسواده ښځې چې نجونو ته سبق ووایي نشته او بله دا چې خلک هم ښوونځیو ته د خپلو لورګانو استولو ته زړه نه ښه کوي.

د پوهنې وزارت هم دې برخې ته لازمه پاملرنه، نه ده کړې ان هلکانو ته مسلکي ښوونکي نشته نو نجونو ته به له کومه شي."

ده څرګنده کړه، چې د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې امنیتې ستونزې ډیرې دي او د همدغو نا امنیو او ځینو ګواښونو له امله خلک هم دیته زړه نه ښه کوي چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولیږي.

خود پکتیکا د پوهنې رییس احسان الله ناشر وایي، چې دا مهال په دې ولایت کې درې سوه څلویښت ښوونځي فعاله دي چې یو څلویښت یې لیسې، شپږ پنځوس یې منځني او دوه سوه درې څلویښت نور یې لومړني ښوونځي دي.

ده وویل، چې نږدې یولک اوپنځه ویشت زره زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې دوه ویشت زره یې په لومړنیو ښوونځیو کې نجونې دي، ده د پوهنې په ریاست کې د اداري فساد د موجودیت خبره یو مخ رد کړه، خو په ښوونیزه برخه کې یې د دې ولایت په سطح یو لړ ناخوالي اوستونزې ومنلې:

"د مسلکي ښوونکو کموالی په ځانګړې توګه د نجونو لپاره یوه غټه ستونزه ده، په وخت د معاشونو نه رسېدل او د ډیرو ښوونځیو د ودانیو نشتوالی بله عمده ستونزه ده چې موږ ورسره مخامخ یو".

ښاغلي ناشر په ډاګه کړه، چې په پکتیکا ولایت کې په لیسو او منځنیو ښوونځیو کې نجونې نشته او د نږدې څلور زرو ښوونکو له ډلې څخه یوازې څلور څلویښت تنه یې ښځې دي.

په پکتیکا کې د پوهنې په برخه کې دغو ټولو ستونزو ته په کتو سره د پوهنې وزارت وایي، چې د مسلکي ښوونکو کموالی د دې لامل ګرځیدلی چې د ښوونکو معاشونه کله نا کله په وخت ور ونه رسیږي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان څرګنده کړه، چې دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې له شوو کارونو سره سره یو څه ناخوالي شته، خو وایي چې دا هغه ستونزې دي چې په نورو ولایتونو کې هم موجودې دي:

"کومې ستونزې چې د افغانستان په نورو برخو کې دي په پکتیکا کې هم شته موږ دا منو.

خو څومره چې موږ له سیمه ایزو مسوولانو سره خبرې کړي هلته د نجونو لپاره ابتدایه او منځني ښوونځی لرو خو لیسه نشته اوعلت ته ناسم دودونه او نا امنۍ دي.

کوم امکانات چې د پوهنې په برخه کې هلکانو ته په پام کې دي، د نجونو لپاره هم برابرشوي دي."

ده هم د پکتیکا په پوهنې ریاست کې د اداري فساد موجودیت رد کړ او ویې ویل، چې د دې پدیدې پرضد په ټولو ولایتونو کې مبارزه روان ده.

د پکتیکا ولایت د پوهنې مسوولان وایي، چې دا مهال په شرنه کې یو دارالمعلمین او شپې لیسه فعاله شوې او د حسابدارۍ انستیتوت هم د پرانیستلو په حال کې ده.

دوي د دې ولایت له ټولو خلکو، دیني عالمانو او قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي او د پوهنې د پراختیا په برخه کې له دوي سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG