د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د کابل والي: ۱۶۲ ښوونځي مو ودانۍ نه‌لري


د ښوونځیو د ودانیو، درسي کتابونو، مسلکي ښوونکو، مېزونو، څوکیو، د زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېریال، تخنیکي تجهیزاتو او د پوهنې په نظام کې د ګڼو نورو ضروري مواردو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د کابل ولایت د پوهنې د ارزونې په مشورتي کنفرانس کې مطرح شوې.

د کابل ولایت د پوهنې د وضعیت د ارزونې دغه مشورتي کنفرانس د چهارشنبې په ورځ «۱۰ اسد ۱۳۹۷» په کابل کې جوړ شو چې د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د پوهنې مسؤلینو او یو شمېر ښوونکو په‌کې ګډون کړی وو.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري اندېښنه وښوده چې که د کابل ولایت د پوهنې په نظام کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې له‌منځه لاړې نهشي، روان وضعیت به د دغه ولایت پر نورو چارو هم ناوړه اغېزه وکړي.

ښاغلي حیدري ټینګار وکړ چې حکومت د پوهنې د ستونزو اوارولو ته تدابیر جدي کړي.

کابل ښار
کابل ښار

نوموړي زیاته کړه:

"۴۷۲۷۸ ماشومان مو له زدهکړو بېبرخې دي، ۱۶۲ ښوونځي مو ودانۍ نهلري، د کابل ولایت ښوونځي د کتابونو او تجهیزاتو له جدي کموالي سره مخ دي، ۴۳۴ ښوونځي مو معیاري میدانونه نهلري، ۹۸۲ نویو ټولګیو ته اړتیا لرو، ۳۵ ښوونځي مو بیارغونه غواړي او ۶۳ ښوونځیو لپاره کرايي کورونو ته اړتیا ده."

ښاغلي حیدري دا هم وویل، په ځینو ولسوالیو کې د ښوونکو تنخواګانې په میاشتو میاشتو ځنډېږي.

د کابل والي د پوهنې له وزارته وغوښتل چې په ښوونځیو کې روغتیايي مرکزونه جوړ، ښوونکو ته ځمکې ورکړي او د ټرانسپورت اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د کابل ولایت مقام د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په کابل ولایت کې ۷۲۷ تعلیمي ادارې فعالې دي چې د ۱۲۲۰۰ نجونو په ګډون په‌کې ۳۳۴۰۰۰ زده‌کوونکې زده‌کړې کوي.

د کابل والي دا هم وویل چې د کابل ولایت د پوهنې په نظام کې د ښځو او نجونو برخه ۳۰ فیصده ده.

ده ټینګار وکړ چې دغه اندازه باید ډېره شي.

په جوړ کنفرانس کې د پوهنې وزیر میرویس بلخي، د پوهنې په سیستم کې ستونزې او نیمګړتیاوې ومنلې، خو په ټینګار سره‌یې وویل چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره پلانونه ترتیب او په عملي کېدو یې لاس پورې شوی دی.

افغان زده کوونکي
افغان زده کوونکي

نوموړي زیاته کړه:

"ستونزو ته مو اشاره وکړه، خو موږ هم غلي نه‌یو ناست، د ۵۰ میلیونه کتابونو د تدارکاتو پروسه د پای ته رسېدو په حال کې ده، د ۵۲ او ۵۳ زرو په شااوخوا کې د ښوونکو کمبود لرو، موږ هڅه کوو هغه کسان جذب کړو چې وړتیا ولري."

د پوهنې وزیر دا هم وویل، د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تصمیم سره سم غواړو تر دوو کلونو پورې په ټول هېواد کې ۶۰۰۰ نوي ښوونځي جوړ کړو.

د چارو پوه ناصر صالحي وايي، کلونه کلونه کېږي چې د هېواد پوهنه له ستونزو سره مخ ده او حکومتونو سره له دې چې د ستونزو د اوارولو لپاره‌یې ژمنې کړي، خو نه‌دي توانېدلي.

ښاغلی صالحي، پوهنه د هېواد د اقتصادي ودې، پراختیا، ترقۍ او سولې عمده اصل ګڼي او تأکید کوي چې حکومت دې ورته زیاته توجه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG