د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

"د ځای د نشتوالي له امله یې شل ورځې رخصت راکړی"


په کابل ښار کې د بي بي عایشې صدیقې دارالعلوم سلګونه زده کوونکي وايي، د درس ویلو لپاره ځای نه لري.

یو شمېر دغه زده کوونکو د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د نوي تعلیمي کال شل ورځې تیرې شوي دي تر اوسه هم دوی نه دي توانیدلي چې خپل درسونه پیل کړي.

خو د افغانستان د پوهنې و زارت چارواکي وايي، چې د دغه ستونزې د حل لپاره هڅې کوي او ډير ژر د یاد شوي دارالعلوم لپاره ودانۍ پيدا کړي.

د بي بي عایشې صدیقې دارالعلوم په تیرو څو کلونو کې په موقت ډول د کابل ښار د جمهوریت لېسې په انګړ کې فعالیت درلود.

په کابل ښار کې د بي بي عایشې صدیقې دارالعلوم لپاره د ودانۍ نشتوالی له امله د دغه دارالعلوم له زرو څخه د زیاتو زده کوونکو درسونه نه دي پيل شوي.

دغه دارالعلوم له څو کلونو راهیسې په موقت ډول د جمهوریت لېسې په انګړ کې فعالیت کاوه.

د دغه دارالعلوم زیات شمیر زده کوونکي، چې په بې برخلیک حالت کې پاتې دي وايي په تیرو شل ورځو کې دوی ته درس نه دی ورکړل شوی.

هغوی وايي، کله چې جمهوریت لېسې یعنې د بي بي عایشې صدیقې پخواني ځای ته ورځي پرته له دې چې یادشوي دارالعلوم ته د ځای ټاکلو په اړه پوه شي بیرته خپل کورونوته ستنېږي:

(شل ورځې کیږي، چې موږ ته یې رخصت راکړی، تر اوسه کوم ځای نشته چې مدرسه هلته انتقال شي.

نوم مې بې بې مریم دی د بي بي عایشې صدیقې مدرسې د پنځم ټولګي زده کوونکې یم، صنف نه لرو، موږ ته یې رخصت راکړ اوس ښوونځی هم نشته دا شل ورځې کیږي چې نه یم تللې، کله چې بیا آزموینه شي چې څه مو زده نه وي بیا وايي چې ولې دې څه نه دي زده او ناکام کوي مو، له درسونو وروسته پاتې یو.

د دویم ټولګي زده کوونکې یم موږ ته یې رخصت راکړی، دبې بې عایشې صدیقې مدرسه تړل شوې ده،نه پوهیږم سرګردانې ده،په دا شل ورځو کې مې هیڅ درس نه دی لوستلی نه پوهیږم چې څه وکړم.)

د افغانستان دپوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په یاد شوي دارالعلوم کې له لومړي ټولګي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې له زرو زیاتې نجونې زدکړې کوي.

د بي بي عایشې صدیقې دارالعلوم مسوولینو د نامعلومو دلایلو له امله په دې هکله آزادۍ راډیو سره له خبروکولو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دوی دیادې ستونزې دحل لپاره هڅې کوي او د دوی په وینا ټاکل شوې ډير ژر دغه دارالعلوم ته یوځای پیداکړي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان آزادۍ راډیوسره په خبروکې وویل:

(موږ په دې هڅه کې وو چې د دې لپاره اساسي چاره ولټووپه یوځای کې ورته ودانۍ جوړه کړو، خو متاسفانه چې ومو نشو کړای او کال را ورسیده.

په دې اساس سږکال به له کرايي ځای څخه استفاده وکړو اوستونزه به حل کړو او امشاالله په راتلوونکو کلونوکې به یوه ښه ودانۍ ورته جوړه کړو.

د دوی دا ستونزه حل کیږي، موږ درک کوو چې درسونه او تعلیمي کال پیل شوی دی،دابه یوڅو ورځې وي، او په میاشتوبه ونه ځنډیږي ځکه داستونزه باید حل شي.)

د دې مسلې ترڅنګ، د ۱۳۹۲ تعلیمي کال له پیل سره سم، دکابل ښار د ښوونځیو یو شمیر زده کوونکو د درس په ټیټ کیفیت باندې په انتقاد کولوسر، دپوهنې وزارت له چارواکو غواړي څو دې مسالې ته پام وکړي.

دغه زده کوونکي، د درسي کتابونو، مسلکي ښوونکواو درسي ټولګیو د کمښت په اړه شکایتونه کوي.

دا هغه مسایل دي چې تل یې په اړه خبرې کیږي.

محمدویس صمیم
XS
SM
MD
LG