د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د زده کړو ټیټ کیفیت اندیښنې زیږولي


د افغانستان د ولسي جرګې اکثره غړي د پوهنې او د لوړو زده کړو ټیټ کیفیت او ناوړه وضعیت د اندېښنې وړبولي او له اړوندو ارګانونو څخه جدي اقدام غوښتنه کوي.

د پوهنې او لوړو زده کړو ټیټ کیفیت، په خصوصي پوهنتونو او ښوونځیو کمزوری څار، د کتابونو نه شتون، په ځینو ولسوالیو کې د ښوونځیو نه موجودیت، ښوونکي په خپل وخت درسونه ته نه حاضرېدل، په کانکور کې درغلي، د پوهنتونوکم جذب او په دواړو ارګانونو کې اداري فساد هغه ستونزې وې، چې اکثر وکیلانو یادونه کوي.

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي او د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند د دې ستونزې د حل لپاره د جرګې عمومي غونډې ته استجواب کړي وو.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد ویل چې په کابل کې ښوونځي ودانۍ لري، خو ښوونکي د درس لپاره ښوونکي نه لري:

((په کابل او ولسوالیو کې ښوونځي ښه جوړ شوي، خو ښوونکي په کې نشته، مور پلار خپل بچیان ښوونځي ته لیږي، تر یوې بجې بې کاره ناست وي او بیا بېرته کورته ځي.))

اکثره وکیلانو دې ته ورته ستونزې بیانولې او ډېریو ویل چې په ځینو جنوبي ولایتونو کې له سره ښوونځي نشته، خو د ښوونځي په نامه له معارف څخه پیسې اېستل کیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي دا خبره مني او وايي چې یو پلاوی ته یې دنده سپارلې چې د یادې موضوع او په ټوله کې د معارف د وضیعت په اړه څېړنه وکړي.

د پوهنې وزیراسدالله حنیف بلخي وکیلانوته ویل، پنځوس په سلوکې ښوونځي لازم تعمیرونه نه لري او په لارې پرتو سیموکې د پوهنې کیفیټ ډېرټیټ دی چې علت یې د مسلکي ښوونکو نشتوالی دی:

((له اړتیا ښوونځیو سره سم سروې، د تعلیمي نصاب د ریفرم او اصلاح لپاره بنیادي طرحې رامنځ ته کول، د کتابونو چاپ او قرارداد، د کتابونو توزیع لپاره پنځه کلن پلان ترتیبول، د سروې له اړتیا سره سم، د ښوونځیو د تعمیرونوتشخیص لپاره پشنهادي اوتخنکي طرحې جوړول.))

هغه زیاته کړه، دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې پنځلس زره ښوونځي فعال دي، چې ۸،۷ میلیونه نجونې او هلکانو ته د ۱۸۸ زرده ښوونکو له خوا په کې زده کړه ورکول کیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په پخوانیو ارقامو کې ځکه مبالغه شوې وه، څو مرسته کوونکي له افغانستان سره زیاتې مرستې وکړي.

وکیلانو د افغانستان د پوهنتونو په جذب او د کانکور په کمېټه کې په درغلۍ هم انتقادونه کول او سپارښتنه یې کوله چې باید دا ستونزې ژر هوارې شي.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند وویل چې د کانکور د کمېټې اصلاح او د محصلینو د جذب لپاره نوي پروګرامونه لري:

((د کانکور اصلاح د معارف له اصلاح نه نا ممکنه ده، موږ بنیادي تغیر او اصلاح ته اړتیا لرو، موږ هڅه کړو، چې د معارف په سیسټم کې اساسي تغیرات رامنځ ته کړو، څو ورسره په خوا کې کانکور با کیفته او معیاري کړو.))

اغلې مومند وویل چې دامهال په ټول هېواد کې ۱۱۱ خصوصي پوهنتونونه فعال دي، چې د لوړو زده کړو وزارت یې د کیفیت لوړولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د وزیرانو له خوا ملت ته د سل ورځنیوو کاري پروګرامونو د حساب لړۍ پیل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني ګواښ کړی، که هر وزیر په خپلو کارونو کې پاتې راشي له دندې به یې لرې کړي.

کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې په خصوصی او دولتي ښوونځیو او همدارنګه په خصوصي او دولتي پوهنتونو باندې دې څار زیات کړي، څو زده کوونکي، محصلان او ښوونکي دواړه په خپل خت درسونه ته حاضر او خپل تعلیم په سم ډول مخته یوسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG