د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

‎افغان حکومت هغه طالبان نه‌ازادوي چې جرمي دوسیې لري


ارشیف، یو شمېر طالب بندیان
ارشیف، یو شمېر طالب بندیان

‎افغان حکومت پرېکړه کړې یو شمېر هغه طالب بندیان چې جرمي دوسیې لري، نه‌خوشې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل د طالبانو له لوري د پنځه زره طالب بندیانو په ورکړل شوي لېست کې ۵۹۲ هغه کسان دي چې په شدیدو جرایمو تورن دي.

‎خو طالبان بیا وایي که بندیان خوشې نه‌شي بین‌الافغاني مذاکرات به نور هم وځنډېږي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۶» په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ به څرنګه چې ولسمشر ویلي هغه شان دوام پیدا کوي، خو په هغو لېستونو کې چې طالبانو حکومت ته سپارلي، یو شمېر کسان شته چې هغوی نه‌ازادېږي او هغه ځکه چې په درنو جرمونو تورن دي او د عدلي او قضایي ارګانونو قوانین ورته معافیت نه‌ورکوي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د ملي امنیت شورا په دفتر کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله په دې شرط چې نوم‌یې وانه‌خیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له لوري افغان حکومت ته د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو په ورکړل شوي نوملړ کې ۵۹۲ تنه هغه کسان دي چې په غلاوو، قاچاق، لواطت او نورو حق‌العبدي مسایلو تورن دي.

خو طالبان بیا دا تورونه ردوي او وایي چې حکومت ته‌یې یوازې د هغو بندیانو لېست ورکړی چې په سیاسي تورونو بندیان دي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې افغان حکومت تورن کړ چې د سولې په پروسې او د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې خنډونه جوړوي.

‎ښاغلی مجاهد وایي، د دوی او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید د دوی ټول ۵،۰۰۰ بندیان خوشې او په خبره‌یې کې داسې ونه‌شي بین‌الافغاني مذاکرات به نور هم وځنډ‌ېږي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي بیا په همدې ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، طالبان باید دا درک کړي چې له یو نظام سره مخ دي، داسې نظام چې په خبره‌یې قوانین او د عدلي او قضایي ارګانونو سیستمونه لري.

ښاغلی صدیقي وایي افغان حکومت به د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان خوشې کړي، خو نه هغه کسان چې د طالبانو له لوري په ورکړل شوي لېست کې دي او جرمي دوسیې لري.

د ولسمشر غني ویاند دا وویل چې طالبانو د تاوتریخوالي د راکمولو په برخه کې لا هم د افغانستان د خلکو، حکومت او د دوی د نړیوالو متحدینو توقع نه‌ده پوره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې ۲۹مې نېټې په لاسلیک شوي هوکړه‌لیک کې راغلي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې باید حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۴،۰۱۵ بندیان او طالبان بیا وايي چې د حکومت نږدې ۷۵۰ بندیان‌یې خوشې کړي دي.

‎په ورته وخت کې د سولې په برخه کې ځیني فعاله بنسټونه په دې باور دي چې دواړه لوري باید داسې یوه پرېکړه وکړي چې خلک بیا له سولې لیرې نه‌شي.

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې په واشنګټن کې د افغانستان د سولې انسټټیوټ مشر یاسر احمدزي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "دا ستونزه دواړه خواوو کې شته، اوس چې د سولې موضوع مطرح ده، نو دواړه خواوې دې سره تفاهم وکړي، په دې پروسه کې چې هر څه کېږي اغېز به‌یې په مستقیمه توګه پر خلکو وي، نو خلک دې بیا له سولې نه‌لیرې کېږي."

محمد یاسر احمدزی
محمد یاسر احمدزی

ښاغلی احمدزی وایي، حکومت دې په دې پروسه کې د اجتماعي عدالت موضوع د خلکو پرېکړې ته پرېږدي چې څنګه‌یې حلوي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکو له ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې ټینګار کړی و چې حکومت دې د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې په برخه کې د جنګي مجرمینو په برخه کې محتاطانه چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG