د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

افغان حکومت افغانستان کې له فعالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو اړیکې تأییدوي


'ښايي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روان بهیر زیانمن شي.'
'ښايي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روان بهیر زیانمن شي.'

افغان حکومت په افغانستان کې له فعالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه راپورونه تأییدوي او وايي چې دې ډلې لاهم له امریکا سره په لاسلیک شوې موافقه کې په دې برخه کې پر خپله ژمنه عمل نه‌دی کړی.

د افغانستان حکومت له طالبانو غواړي چې له امریکا سره د سولې د موافقې پر بنسټ له بهرنیو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د ارګ ویاند صدیقي صدیقي تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې ورځې راپور تأیید کړ.

طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې لاسلیک شوه ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون هېڅ نړیوالې ترورېستي ډلې ته به د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلي صدیقي خبرداری ورکړ چې که طالبان له دې موافقې سره سم پر خپله دې ژمنه عمل ونه‌کړي، نو ښايي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روان بهیر زیانمن شي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "له بېلابېلو سیمو زموږ د استخباراتي ادارو راپورونه ښيي چې بهرني جنګیالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لاهم شته دي. موږ له طالبانو د هغې موافقې عملي کول غواړو چې له امریکا سره‌یې لاسلیک کړې ده او یوه غوښتنه‌یې دا ده چې له بهرنیو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو که دا کار ونه‌شي، نو وروستي راپورونه، د تاوتریخوالي لوړه کچه او له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره د دوی اړیکې د سولې بهیر زیانمنولای شي."

د امریکا دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ کانګرس ته په خپل نوي راپور کې وویل چې طالبان لاهم د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې له متحدو ډلو سره نږدې اړیکې پالي او ګډ کار ورسره کوي.

په دې راپور کې چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د لومړۍ او د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر پایه پېښې رانغاړي همداراز راغلي چې د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې څانګه په منظم ډول د طالبانو ملاتړ کوي، د افغان حکومت د کمزوري کولو لپاره له طالب جنګیالیو سره په بریدونو کې مرسته کوي او لاهم په سیمه کې پر امریکايي سرتېرو او د لوېدیځ پر اهدافو حملو ته ناپایه لېوالتیا لري.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت اعظمي د پنټاګون د دې ارزونې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان له القاعده او څو نورو نړیوالو افراطي ډلو سره په ائتلاف کې شامل شوي دي.

ښاغلی اعظمي وايي: "داسې ښکاري چې د طالبانو یو شمیر مهم غړي د القاعده له غړو سره همکاري کوي او اوس اوس‌یې پر یوه ګډ ائتلاف کار کړی چې په هغه کې القاعده شبکه، داعش، حقاني شبکه، لشکر طیبه او جیش محمد ټول ګد کار کوي."

ښاغلی اعظمي هم د ولسمشر د ویاند او نورو څارونکو په څېر په دې باور دی چې د طالبانو او القاعده اړیکې د افغانستان د سولې بهیر ته زیان اړولی شي.

حکمت اعظمي
حکمت اعظمي

نږدې یوه میاشت مخکې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي و چې القاعده او طالبان د زړې انډیوالۍ، د ګډې مبارزې د سابقې او عقیدوي یووالي په اساس اوس هم نږدې اړیکې سره پالي.

په راپور کې راغلي و چې طالبانو له امریکا سره د سولې د خبرو پر مهال له القاعده سره منظمې سلامشورې کولې او دې شبکې ته‌یې ډاډ ورکړی وو چې اړیکې به‌یې پر ځای پاتې وي.

طالبانو د پنټاګون او ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دوی له هېڅ یوې ترورېستي ډلې سره اړیکې نه‌لري، خو د افغان حکومت د دې تورونو په اړه‌یې تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG