د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو واوښت


ارشیف، په کرونا اخته شوی کس
ارشیف، په کرونا اخته شوی کس

په نړۍ کې تر پرون ناوخته پورې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو واوښت او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر هم څه باندې پنځه لکه شو.

ایران پرون د ماسک بندول یو ځل بیا داسې مهال اجباري کړل چې دغه هېواد کې تازه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر زیات شو.

ایراني چارواکو وویل، دغلته په ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله ۱۶۳ تنه مړه شوي دي.

په اروپا کې بیا یونان اعلان وکړ چې د جولای میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپله پوله د صربیا د ټولو اتباعو په مخ تړي.

یونان پرون وروسته له هغه د خپل ګاوندي هېواد صربیا په مخ پوله وتړله چې په صربیا کې له درې میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې.

یونان کې تر اوسه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یوازې ۲۰۰ کسان مړه کړي، خو دغه هېواد ته هر کال سلګونه زره سیلانیان ورځي.

یونان
یونان

د یونان د ګرځندوی صنعت سږ کال د کرونا وبا له کبله بندیزونو ډېر وځپه، خو اوس دغه هېواد بېرته سیلانیانو ته پولې خلاصوي.

یونان ویلي، هر هغه څوک چې دغلته ورځي، باید روغتیایي اسناد وړاندې کړي او دا معلومات ورکړي چې وروستۍ ۱۵ ورځې یې کوم هېواد کې تېرې کړي.

د یونان ګاونډي کروېشیا بیا پرون د کرونا ویروس له ګواښ سره سره پارلماني ټاکنې ترسره کړې، خو د رایو مرکزونو کې د خوندیتابه لارې چارې سنجول شوې وې.

کوسوو په درېیو ښارونو کې د شپې له مخې قرنطین یا ګرځ‌بندیز وضع کړ او اسپانیا یو ځل بیا خپل یو ساحلي ښار قرنطین اعلان کړ.

د اسپانیا د شمال لوېدیځ په ساحلي ښار لوګو کې محلي قرنطین اعلان شوی او کاتالونیا ښار کې هم ورته ګام پورته شوی.

کوسوو د پلازمېنې پریشتینا په ګډون خپل درې ښارونه وروسته له هغه قرنطین اعلان کړل چې دغو ښارونو کې ویروس وروستیو شپو ورځو کې مخ په بره روان و.

دا ګامونه داسې مهال پورته کېږي چې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د احتمالي زیاتوالي له کبله اندېښنې پیدا شوې دي.

په بریتانیا کې بیا د روغتیا وزیر د ځینو رستورانتونو له ارزونې وروسته ویلي، دغلته خلکو ټولنیز واټن او سپارښتنې ښې عملي کړي او د بریتانویانو دا کار یې ستایلی دی.

بریتانیا د کرونا ویروس له اړخه د اروپا د ‌ډېرو متضررو هېوادونو په ډله کې ده، دغلته شااوخوا ۴۴،۲۰۰ کسان دغې ناروغۍ مړه کړي دي.

بریتانیا کې د کرونا له امله مړ شوی کس
بریتانیا کې د کرونا له امله مړ شوی کس

د کرونا نوې پېښې بیا تر ډېره په امریکا، برازیل او هند کې زیاتوالی ښيي.

تر پرون ناوخته امریکا کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر څه باندې دوه میلیونه او اته لکه شوی و.

د جانز هاپکنز پوهنتون د تېرې ورځې شمېرو ښوده چې نړۍ کې د دغه ویروس ټولټال پېښې څه باندې ۱۱ میلیونه او درې لکه او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې پنځه لکه او ۳۱ زرو ته ختلی دی.

XS
SM
MD
LG