د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

نړۍ کې تېر ۲۴ ساعته کرونا ویروس ۵۱۰۰ کسان مړه کړي


امریکا کې کرونا ویروس تر دې دمه نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه کړي.
امریکا کې کرونا ویروس تر دې دمه نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په کرونا ویروس د اخته شویو خلکو شمېر یو تازه ریکارډ جوړ کړی.

د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د مثبتو پېښو کره شمېره ( ۳۲۶,۲۱۲) او د مړو شمېر بیا (۵۱۰۰) ته رسېږي.

دا یو تازه ریکارډ دی ځکه تېر وار د جون په ۲۸ په ورځنۍ کچه د زیاتو پېښو د ثبتولو راپور ورکړل شوی و.

هغه وخت څه باندې یو لک او نهه اتیا زره کسان په ۲۴ ساعتونو کې په ویروس اخته شوي و.

په ټوله نړۍ کې له یوولسو میلیونو زیات انسانان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې پنځه لکه او دېرش زره تنه مړه شوي او شپږ نیم میلیونه نور کسان بیا روغ شوي هم دي.

ډېرې مثبتې قضیې په امریکا متحده ایالتونو، برازیل او هند کې ثبتې شوي.

په امریکا کې چې پخوا له دې هم تر ګردې نړۍ په کې زیات د کرونا ویروس مثبتې پېښې او مړي شوي د جولای په څلورمه د دریمې پرله پسې ورځې په مخه د څه باندې پنځوس زره مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی.

هلته تر دې دمه د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نږدې دوه میلیون او اته نیم لکه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه شوي.

په څلوېښتو ایالتونو کې د تازه شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کېدو ګراف لوړ تللی او د جولای له پیله تر دې دمه د ډېرو ټېسټونو نتیجه مثبته ختلې ده.

په امریکا کې خو د مثبتو پېښو شمېر داسې وخت مخ په زیاتېدو شوی چې د جولای په څلورمه یعنې پرون د دغه هېواد د خپلواکۍ ۲۴۴ کلیزه ولمانځل شوه.

که څه هم روغتیاپالانو خلک له هر ډول غونډو، اورلوبو او نورو مراسمو منع کړي و خو بیا هم په ځینو سیمو کې د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي او ښايي نن چې کومې شمېرې راوځي مثبتې پېښې زیاتې وي.

له دې ټولو ګواښونو سره سره بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د شمېرو د ټیټولو په لټه کې دی ویلي چې دا ټول د ډېرو ټیسټونو په وجه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه چې په سپینه ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته غږېده وویل که موږ کم ټیسټونه کړي وای دومره مثبتې قضیې به نه وې.

ټرمپ وویل چې هېواد یې د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې تر ډېرو هېوادونو بریالی دی او ژمنه یې وکړه چې هر څه مخ په ښه کېدو دي.

په برازیل کې چې تر امریکا وروسته په ټوله نړۍ کې زیاتې مثبتې پېښې لري د جولای په څلورمه د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ډېر په چټکۍ مخ په زیاتېدو اعلان شوی.

هلته شپاړس لکه کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۶۴ زره کسان مړه شوي.

په سویلي اسیا کې بیا هندوستان د شنبې په ورځ په ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ د قضیو ترټولو لوړه شمیره تائید کړه.

په دغه هېواد کې رسمي قضیې اوس مهال څه باندې شپږ لکه او اویا زره کسانو ته رسېږي او د مړو شمېر بیا نږدې شلو زرو ته پورته شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د څپو د بیا خپرېدو ګواښونه کړي او ویلي یې دي چې باید د کاروبارونو په بیا پرانیستلو کې له پوره دقت کار واخیستل شي.

دا سازمان د ټولنیزو فاصلو په رعایت، د ماسکونو په کارولو او اړوندو روغتیايي سپارښتنو جدي ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG