د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د 'کووېډ-۱۹' درملنې لپاره د یوه واکسین لومړنۍ ازموینې ته هیله‌مندي


د 'کووېډ-۱۹' احتمالي واکسین
د 'کووېډ-۱۹' احتمالي واکسین

د انسانانو په بدن کې د یوه واکسین لومړنۍ ازموینې هیله‌مندي رامنځته کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني دوو شرکتونو په ګډه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره دا واکسین چمتو کړی دی.

د المان ماینز ښار دی چېرته چې بایو این ټیک کمپنۍ په‌کې فعالیت لري.

بایو این ټیک جرمني کمپنۍ او فایزر امریکایي شرکت د انسان په بدن د یوه واکسین د لومړنۍ دورې په ازموینې سره ځینې نښې نښانې لیدلي چې کولای شي دا واکسین د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په درملنه کې ګټور ثابته شي.

د دغو روغتیايي ټکنالوژي شرکتونو مشرانو دا خبره چهارشنبه کړې ده.

د دغه واکسین ازمایښتي دوره لا نه‌ده بشپړه شوې.

د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یا کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره ۱۶ ځایه نور هم په نړیواله کچه هڅې روانې دي.

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې تر دې دمه څه باندې پنځه لکه انسانان وژلي دي.

څو نورو شرکتونو له هغې ډلې مادرنا، کانسینو، بیولوجیکس، انو ویو او استرازنکا د کرونا ویروس ضد واکسین په جوړولو لګیا دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اوونۍ ویلي چې ښايي د استرازنکا واکسین تر ټولو مخکښ او د پرمختیا له پلوه تر ټولو مخکې وي.

دلته د امریکا په مریلند ایالت کې د درمل جوړولو یو مرکز د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د رِمدیسېوېر «Remdesivir» درملو په تولید لګیا دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا جمهور رئیس مرستیال مایک پنس سې شنبه دغه مرکز ته ورغلی و او ویې‌ویل چې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې په هدف ترلاسه شویو پرمختګونو ته هیله‌من دی.

ښاغلی پنس زیاتوي: "موږ د امریکا متحده ایالاتو خلکو ته د یوه واکسین د تولید په هدف د هیله بخښونکو پرمختګونو څخه خبرېږو."

د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې په هدف د رِمدیسېوېر د مؤثریت ازموینې روانې دي او وار دمخه داسې نښې لیدل شوي چې دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په خاصه توګه هغو ناروغانو ته چې وضعه‌یې ښه نه‌وي، ګټور تمامېږي.

XS
SM
MD
LG