د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

امریکا کې د درېیمې ورځې لپاره هم د کرونا ویروس ۵۰ زره پېښې ثبت شوي


ارشیف
ارشیف

د امریکا متحده ایالتونو د دریېمې پرلپسې ورځې لپاره، په کرونا ویروس د اخته کیدو تر پنځوس زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي.

د جولای په دریېمه په کرونا ویروس د اخته کېدو دا لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ورځې سره تړلي رخصتي لمانځي چې په دودیزه توګه سفرونه، راټولېدنې او نور مناسبتونه ورسره مله وي.

خو د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا د دې سبب شوې چې روغتیايي چارواکي له خلکو وغواړي څو په رخصتیو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

همدارنګه د امریکا یو شمېر ایالتونو د کاروبارونو او اقتصاد د پرانیستو پرېکړې بېرته شاته غورځولې دي.

امریکايي رسنۍ وايي د پنځوسو ایالتونو څخه په ۴۰ ایالتونو کې د کرونا ویروس خپرېدل په زیاتېدو دي.

خو د متحدو ایالتونو په مقایسه، اروپا او اسیا بیا د کرونا ویروس د کابو کولو اقدامات کړي او دا مهال په تدریجي توګه کاروبارونه او اقتصادي چارې بېرته پیلوي.

په بریتانیا کې به نن (د جولای په 4 مه ) بارونه چې د مارچ میاشتې راهېسې تړلي وو بېرته پرانیستل شي.

همدارنګه دغلته رسټورانټونه، سینماګانې، ګالرۍ، موزیمونه او او هوټلونه هم پرانیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG