د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپرېدل؛ ځينې هېوادونه لګيدلي بندیزونه نرموي


په برازیل کې په کرونا ویروس د ورځې ۹۵۶ تنه مري او تر اوسه په دې ویروس په ځانګړي ډول د تنفسي ناروغۍ له کبله تر ۲۸ زره ۸۰۰ ډېر کسانو مړه شوي دي.
په برازیل کې په کرونا ویروس د ورځې ۹۵۶ تنه مري او تر اوسه په دې ویروس په ځانګړي ډول د تنفسي ناروغۍ له کبله تر ۲۸ زره ۸۰۰ ډېر کسانو مړه شوي دي.

له یوې خوا د کرونا ویروس​ پېښې په نړۍ کې په زیاتېدو دي له بلې خوا یو شمېر هېوادونو د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګولي بندیزونه نرم کړي دي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له څو اوونیو سر په سر بندیزونو وروسته په ګڼو هېوادونو کې د بندیزونو نرمولو ته لېوالتیا په زیاتېدا ده خو په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر لا هم مخ په ډېرېدو دی.

پرون (شنبه) په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته پېژندل شویو کسانو شمېر تر ۶ میلیونو واوښت.

د امریکا په متحدو ایالتونو او د اسیا او اروپا په هغو هېوادونو کې، چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر لږ دی، دا اوونۍ ښوونځي او رستورانونونه پرانیستل کېږي خو له یو بله د خلکو د واټن ساتلو او ماسک کارولو شرط ورسره تړل شوی دی.

خو په لاتینه امریکا کې وضعیت بل ډول دی.

د لاتینې امریکا په برازیل، چیلي او مکسیکو کې کرونا ویروس په چټکه خپرېږي.

په برازیل کې په کرونا ویروس د ورځې ۹۵۶ تنه مري او تر اوسه په دې ویروس په ځانګړي ډول د تنفسي ناروغۍ له کبله تر ۲۸ زره ۸۰۰ ډېر کسانو مړه شوي دي.

د جنوبي یا لاتینې امریکا په هېوادونو کې، چې ۲ سوه ۱۱ میلیونه انسانان په کې اوسي، اوس د ۵ لکو تنو کرونا ویروس تایید شوی دی.

خو له دې حالت سره سره د برازیل حکومت غواړي چې قرنطین او بندیزونه نرم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې طبي متخصصان وايي چې په برازیل کې د کرونا ویروس تر ټولو بد پړاو لا نه دی راغلی.

تر اوسه پورې د رسمي او اعلان شویو شمېرو پر اساس په کرونا ویروس په درسته نړۍ کې تر ۳ لکه ۶۷ زره زیات انسانان مړه شوي خو ګومان کېږي چې حقیقي شمېر به تر دې ډېر وي.

د دې لپاره چې په یو شمېر هېوادونو کې د ډېرو لږو خلک ټېست اخیستل شوی او له بلې خوا ګومان کېږي چې ځینې هېوادونه قصداً په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر لږ ښيي نو ښايي چې اعلان شوې شمېرې ډېرې دقیقې نه وي.

توکیو، سینګاپور، نیویارک او واشنګټن د هغو ښارونو په ډله کې شامل دي چې په جون میاشت کې، چې سبا یې لومړۍ نېټه ده، د کاروبار او سوداګرۍ په خاطر بندیزونه لېري کوي.

نیویارک ښار کې هم بندیزونه نرمېږي
نیویارک ښار کې هم بندیزونه نرمېږي

هند هم ویلي چې د جون له لومړیو څخه به بندیزونه نرم کړي.

هند دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې په کرونا ویروس په دغه هېواد کې د تازه اخته شویو کسانو شمېر کمساری بلل شوی دی.

د بریتانیا حکومت د سپورتي سیالیو له پیلېدو سره موافقه کړې او ویلي یې دي چې د جون له لومړۍ څخه د اس ځغاستې په ګډون سپورتي سیالیو ته اجازه ورکوي.

د بریتانیا د حکومت نوی لارښود د جون په پای کې د انګلیستان د فوټبال د غوره لیګ پیلېدو ته هم لار پرانېزي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې پرون (شنبه) ۹۶۰ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شول او د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرنو سره سم له دې سره په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر یو لکو ۳۷ زره واوښت.

XS
SM
MD
LG