د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې لګول شوي محدویتونه کمېږي


د امریکا د متحدو ایالتونو نیویارک ښار چې کرونا ویروس سخت ځپلی د جون په لومړیو کې کار و بار بېرته پرانېزي.
د امریکا د متحدو ایالتونو نیویارک ښار چې کرونا ویروس سخت ځپلی د جون په لومړیو کې کار و بار بېرته پرانېزي.

د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې هغه محدودیتونه په کمېدو دي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي وو.

په جون میاشت ښايي دغه محدودیتونه نور هم راکم شي.

توکیو، سینګاپور، نیویارک او واشنګټن په هغو ښارونو کې شامل دي، چې پر ګڼو کاروبارونو لګول شوي محدودیتونه به په جون میاشت کې چې راروانه دوشنبه یې اوله ده، لیرې شي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر شپږو میلیونو ته نږدې شوی، خو له دې ډلې نږدې دوه نیم ملیونه روغ شوي هم دي.

په توکیو کې به تیاترونه، سینماګانې، د فیټنس مرکزونه او پرچون دکانونه بله اوونۍ پرانیستل شي، په جاپان کې د ۷ اوونیو لپاره نافذ شوی بېړنی حالت د مې میاشتې پر ۲۵مه پای ته ورسېد او اوس ورو- ورو کاروبار بېرته پرانیستل کېږي.

سینګاپور هم په پام کې لري تر څلور میاشتنۍ وقفې وروسته له چین سره ځینې الوتنې له سره پیل کړي او ځینې کار و بارونه پرانېزي.

د امریکا د متحدو ایالتونو نیویارک ښار چې کرونا ویروس سخت ځپلی د جون په لومړیو کې کار و بار بېرته پرانېزي.

واشنګټن هم په تدریجي ډول د کار و بارونو په بیا پرانیستلو سره یو ګام مخکې اخیستی او په جون میاشت کې به د مشتریانو د خدمت لپاره نورو کارو بارونو ته هم د بیا پرانیستل کېدو اجازه ورکړي.

د نړۍ په سطحه د کرونا ویروس یو پر څلورمه برخه مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوي او پرون په دغه هېواد کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د ۱۲۲۵ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو، چې د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې له دې سره په دغه هېواد کې په دې ویروس د مړو شمېر یو لک ۲۷۹۸ کسانو ته ورسېد.

دا ارقام په داسې وخت کې خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د واشنګټن اړیکې ترینګلي کړي.

هغه د ملګرو ملتونو پر دغې ادارې تور لګولی، چې د اړتیا وړ تدریجي اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلې او د کرونا وبا د کنټرول لپاره یې کافي هڅې نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ، چین هم په نړیوال روغتیايي بحران تورن کړ او ویې ویل چې په ووهان ښار کې یې د ویروس د موضوع په پټولو سره دغه ناروغي ټولې نړۍ ته خپره کړه.

کرونا ویروس اول د چین د هوبې ولایت په مرکز ووهان ښار کې کشف شو.

XS
SM
MD
LG