د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

کرونا ویروس د اروپا د ګرځندوی صنعت سخت ځپلی


مانتي نیګرو اوس یوازې د هغو هېوادونو اتباعو ته د سفر اجازه ورکوي چې په هرو یولکو وګړو کې یې له پنځه ویشتو کم کسان په کرونا اخته وي.
مانتي نیګرو اوس یوازې د هغو هېوادونو اتباعو ته د سفر اجازه ورکوي چې په هرو یولکو وګړو کې یې له پنځه ویشتو کم کسان په کرونا اخته وي.

اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بېرته په پښو ودروي.

کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې لس سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی.

اروپا هڅه کوي چې په اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي، خو داسې حال کې چې د خپلو اتباعو ساتنه به کوي.

که څه هم ځینو هېوادونو خپلې پولې په احتیاطي ډول پرانستي، خو د کرونا مخنیوي لپاره نوې تګلارې پلې کوي.

په لیتوانیا، لاتویا او ایستونیا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر لږ ثبت شوی دی.

دغه هېوادونه یوازې د بالتیک حوزې د شاوخوا پرتو هېوادونو اتباعو ته اجازه ورکوي چې ور دننه شي.

د لیتوانیا د ګرځندوی شورا مشر زیدري ګاولین ویلي: "نه غواړو چې له بحرانه مخکې حالت ته ور وګرځو، خو د ښارونو پرانستل تر یوې کچې د کار زمینه برابروي."

د هغو هېوادونو شمېر ممکن زیات شي چې اتباع یې کولای شي دغو دریو هېوادونو ته سفر وکړي، خو په دې شرط چې دې هېوادونو کې د کرونا پیښې کمې وي.

مانتي نیګرو هم چې ځان یې له کرونا ویروسه پاک اعلان کړی، ورته سیاست غوره کړی دی.

د مانتي نیګرو صدر اعظم دوسکو مارکوویچ ویلي، دغلته د کرونا ویروس د لومړۍ مثبتې پیښې له ثبت نه اته شپیته ورځې تېرې شوې، نور په مانتي نیګرو کې هېڅ وګړی په دې ویروس اخته نه دی.

مانتي نیګرو اوس یوازې د هغو هېوادونو اتباعو ته د سفر اجازه ورکوي چې په هرو یولکو وګړو کې یې له پنځه ویشتو کم کسان په کرونا اخته وي.

د روسیې او بریتانیا وګړي چې په دوامداره توګه مانتي نیګرو ته سفرونه کوي، له دې امر نه مستثنی دي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي، یو هېواد هغه مهال له کرونا پاک بلل کېږي چې د جون میاشتې تر دویمې پورې هیڅ مثبته پيښه په کې ثبت نه شي.

یو شمېر نور هېوادونه لکه اتریش یوازې هغو بهرنیو تهد دغه هېواد د سفر اجازه ورکوي چې د کرونا معاینه یې منفي وي.

یونان بیا دغه هېواد ته د ورتګ پر مهال مسافرین معاینه کوي.

د یونان صدر اعظم ویلي، د جولای له لومړۍ نیټې به توریستي سیمو ته نړیوال پروازونه پېل شي، د مسافرینو معاینه به کېږي او دغه راز به روغتیایي او د پاکوالي تدابیر مراعات کېږي.

یوناني چارواکو ویلي، کرونا ویروس نړۍ اغیزمنه کړې، خو ډاډ یې ورکړی چې دا به د دوی پر ځلېدونکي لمر او د یونان پر طبیعي منظرو سیوری ونه غوړوي.

په ټوله اروپا کې له کرونا د ساتنې تدابیر عملي کېږي له هغې ډلې د ټولنیز واټن په پام کې نیول.

داسې ښکاري چې دلته خلک بېرته عادي ژوند ته ستنېږي.

شمېرې ښيي چې د اروپایي ټولنې لس سلنه اقتصاد د ګرځندوی په عوایدو ولاړ دی.

دا مهال یوشمېر کارګران او شرکتونه په شوق سره هڅه کوي چې چارې له سره پيل کړي.

له دې ډلې قبرس ویلي، د هر هغه کس د سفر لګښتونه به ورکړي چې د دغه هېواد دننه په کرونا ویروس اخته شي.

XS
SM
MD
LG