د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د کرونا د نوې څپې د احتمالي خپرېدو په اړه د روغتیا سازمان خبرداری


د کرونا ویروس ټسټ اخیستنه
د کرونا ویروس ټسټ اخیستنه

د روغتیا نړیوال سازمان په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له تدریجي نرمېدو وروسته خبرداری ورکړی چې که دا محدودیتونه ژر لیرې شي، نو ښايي په نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ نوې څپه خپره شي.

په روانه اوونۍ کې اروپايي هېوادونو د ژوند د عادي کولو په مقصد یو لړ اقدامات وکړل.

په دې ترڅ کې ایسلنډ په کلپونو کې محلفونو ته بیا اجازه ورکړه، اسپانیا د سمندر غاړې راژوندۍ کړې او جرمني د بدني روزنې کلپونه، جیمونه او د لامبو حوضونه، روغتیايي لارښوونو ته په پام سره پرانیستل.

په داسې حال کې چې اکثر هېوادونه لاهم د کرونا ویروس له لومړۍ څپې سره لاس ګرېوان دي د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو چارو مشر مایک راین پرون دوشنبه خبرداری ورکړ چې کرونا ویروس د لاتینې امریکا، جنوبي اسیا او افریقا په ځینو برخو کې لاهم د سرایت په حال کې دی.

ښاغلي راین وویل وبا اکثرا په څو څپو کې خپرېږي، نو په همدې دلیل 'کووېډ-۱۹' ناروغي ښايي د روان کال په پای کې هغو سیمو ته بیا راوګرځي چې ترې ورکه شوې وه، خو ښاغلي راین زیاته کړه چې که د لومړۍ څپې پر مهال لګول شوي محدودیتونه په چټکۍ سره لیرې شي، نو دا امکان شته چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر همدا اوس زیات شي.

XS
SM
MD
LG