د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت


ارشیف
ارشیف

په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۱۰۰ زرو واوښت.

سره له دې چې په امریکا کې د کارونو د بیا پرانیستلو او لګېدلي محدودیتونو د کمېدو چارې دوام لري، خو دغه ویروس له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه هېواد سخت ځپلی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې د چهارشنبې په ورځ په امریکا کې یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له همدې ویروس څخه تر پرون پورې ۱۰۰ زره او ۴۷ تنه مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په امریکا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په کوریا او ویتنام کې د دې هېواد د جګړو تر تلفاتو ډېر دی.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په لومړي سر کې یې د دې ویروس شدت او اهمیت کم ښوده، اوس د محدودیتونو پر کمولو ټینګار کوي.

دا مهال د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې په بېلابېلو سطحو محدودیتونه کم شوي او کارونه بېرته پرانیستل شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵ میلیونه او ۶۵۰ زره تنه دي همدې ویروس تر اوسه په نړۍ کې ۳۵۰ زره کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG