د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

ارګ: طالبانو ته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې


د افغان حکومت له زندانونو د خوشې شویو طالبانو یوه ډله
د افغان حکومت له زندانونو د خوشې شویو طالبانو یوه ډله

په داسې حال کې چې د حکومت له زندانونو د طالبانو د بندیانو د ازادۍ لړۍ روانه ده، د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، طالبانو ته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه دی ورپاتې.

د وسله والو طالبانو پینځه کسیز پلاوی په کابل کې دی او د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر جزئیات څاري.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پرون، د مې په ۲۹مه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د بندیانو د خوشې کېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې د جګړې دوام نور جواز نه لري.

مینه پال زیاته کړه: "د بندیانو د خوشې کېدو سره د افغانستان د خلکو غوښتنه چې د افغانستان حکومت یې پر دې مکلف کړی چې ټینګار ورباندې وکړي، اوربند دی او د افغان وژنې درېدنه ده."

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

وسله والو طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره د سولې موافقه وکړه او پر اساس یې باید د مارچ په ۱۰مه، له حکومت سره د سولې خبرې پيل شوي وای خو طالبانو دا شرط وړاندې کړ چې حکومت باید د هغوي ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

د افغانستان حکومت له هغه راهیسې د طالبانو تر ۲۰۰۰ بندیان له بګرام، د پلچرخي له زندان او د ملي امنیت له توقیف ځايه خوشې کړي دي.

په ملي امنیت شورا کې د سولې د چارو مشر انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د نورو ۱۰۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو هم کار روان دی.

د افغانستان له زندانونو د خوشې شویو طالب بندیانو یوه ډله
د افغانستان له زندانونو د خوشې شویو طالب بندیانو یوه ډله

خادم پرون ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې د طالبانو پینځه کسیز پلاوی په کابل کې د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر جزئیات څاري.

هغه وویل چې د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل د سولې پر لور مهم ګام دی او د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل وخت نږدې دی.

انتظار خادم
انتظار خادم

انتظار خادم زیاته کړه: "موږ هر طالب ته غاړه ورکوو، موږ د ورور په سترګه ورته ګورو، دا چې موږ طالبان خوشې کوو د سولې په نیت یې خوشې کوو، دا محاسبه شوی خطر موږ منلی خو د سولې په نیت موږ دا خطر په غاړه اخیستی دی.

د سولې د خبرو پيل څومره نږدې دی؟

په جګړه کې ښکېلو خواوو یوې هم لا نه دي ویلي چې د سولې خبرې په کومه نېټه پيل کېږي.

وسله والو طالبانو که څه هم د کوچني اختر په شپه پر حکومت وار مخکې کړ او له خپله لوره یې اوربند اعلان کړ .

دوا خان مینه پال او انتظار خادم دواړو ازادي راډیو ته یوه خبره وکړه، هغوي وویل چې د جګړې پاي ته رسېدل د حکومت هیله او د ولس غوښتنه ده.

خو د جګړې اور د بېا تودېدو په حال کې معلومېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت پرون هم په یوه بیان کې وویل چې وسله والو طالبانو د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د سرحدی ځواکونو پر پوسته په حمله کې ۱۴ تنه وژلي او ۳ تنه یې زخمیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG