د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

افغانستان کې د اوربند ختمېدو په اړه ابهام؛ پروان، فراه او زابل کې نښته شوې


ارشیف، افغانستان کې د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې اوربند
ارشیف، افغانستان کې د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې اوربند

که څه هم طالبانو او افغان حکومت د اوربند د ختمېدو او جګړې د بیا پیل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په پروان کې د طالبانو په حمله کې د سیمه‌ییزې اردو ۹ سرتېري وژل شوي.

د یوې امنیتي سرچینې د ادعا له مخې په دې حمله کې شپږ طالبان هم وژل شوي.

د رواپورونو په اساس د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په فراه او زابل ولایت کې هم جګړې شوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر یو چارواکی وايي، د هغو تماسونو پر بنسټ چې د حکومت او طالبانو ترمنځ روان دي، تمه ده چې دواړه لوري اوربند تمدید کړي.

د دغې شورا د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې د اختر په درې ورځو کې د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند له اعلان او د ولسمشر له لوري د دوو زره طالب زندانیانو د ازادېدو له لارښوونې وروسته د دواړو لورو ترمنځ ښه باور رامنځ ته شوی دی.

ښاغلی خادم وايي، هغه تماسونه چې له طالبانو سره روان دي، تمه کېږي چې دغه ډله اوربند تمدید کړي.

د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم
د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم

هغه زیاته کړه: "د دواړو لورو ترمنځ باور رامنځته شوی، تمه لرو چې د طالبانو له لوري اوربند تمدید شي، دا چې تر اوسه د اوربند د تمدید اعلان نه‌دی شوی، د اندېښنې خبره نه‌ده، هیله لرو، هغه بحثونه او تعاملات چې د دواړو لورو ترمنځ روان دي نتیجه ورکړي او د افغانستان خلک په سوله کې ژوند وکړي."

ازادي راډيو په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم وپوښت، خو هغه نظر څرګند نه‌کړ.

په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل، غږ او نوم‌یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې په افغان ځواکونو حمله کړې چې ۹ افغان سرتېري یې وژلي.

سرچینه زیاتوي چې په دې حمله کې شپږ طالبان هم وژل شوي.

سرچینه دغه‌شان وايي، چې طالبانو تېره ورځ په فراه ولایت کې د پولیسو په يوې پوستې هم حمله کړې.

په ورته وخت کې د زابل ولایت د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډيو ته ویلي چې د شاه جوی په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي.

د ښاغلي امیري په وینا دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې لومړی طالبانو د افغان ځواکونو په اکمالاتي قطار حمله وکړه.

خو ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د افغان ځواکونو په حمله کې شپږو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د پوځي چارو یو شمېر پوهان وايي، د طالبانو اوربند یوازې د اختر لپاره و او په اوسنیو شرایطو کې باید افغان ځواکونه فعال دفاعي حالت خپل کړي.

ارشیف
ارشیف

د افغانستان پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما په نظر ملي اردو باید فعال دفاعي حالت غوره کړي، له دښمن د ترلاسه شوي کشفي راپورونو په اساس، هغوی غواړي حمله ترسره کړي، ملي اردو باید لاس په کار شي او لا له وړاندې د دښمن حمله شنډه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوې بلې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته ویلي، د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې له اوربند وروسته په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی تر ډېره برید کم شوی.

افغان ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ د طالبانو له لوري د اوربند له هرکلي وروسته د دوه زره طالب زندانیانو د ازادېدو امر ورکړ.

ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

د اختر په ورځو کې ۱،۰۰۰ طالب زندانیان د افغانستان له زندانونو ازاد شوي او له دې وړاندې هم ۱،۰۰۰ نور ازاد شوي و چې د ټولو ازاد شویو طالبانو شمېر ۲،۰۰۰ ته رسېدلی.

طالبانو هم تر دې دمه له خپلو زندانونو ۲۶۱ حکومت پلوي کسان ازاد کړي.

خو د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت بايد تر بين‌الافغاني خبرو مخکې د طالبانو ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ بنديان ازاد کړي.

XS
SM
MD
LG