افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې سلګونه طالبان له بنده څخه آزاد کړل.
دې کار په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پروسه چې له خنډونو سره مخامخ ده یو ځل بیا راژوندۍ کړه خو څارونکي یې د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، دا بهیر یو سیاسي قمار ته ورته ده چې د ګټې پرځای د حکومت په زیان هم تمامېدای شي.
د افغانستان د سولې لانجمنه پروسه د طالبانو د خونړیو حملو له کبله چې د خلکو سخته غوسه یې وپاروله او د بندیانو په تبادله کې له ځنډ وروسته تقریبا د سقوط په حال کې وه.
خو د کمکي اختر په لومړۍ شپه د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅو ته نوې سا ورکړه.
دا اوربند د افغانستان په ټولو برخو کې نافذ پاتې شو.
په دې پسې افغان حکومت د ښه نیت د یو اقدام په توګه د زرو نورو طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ چې له دې ډلې څخه نهه سوه کسان په یوه ورځ خوشې شول.
حکومت تر دې دمه ټول دوه زره طالب بندیان خوشې کړي دي.
دې پرمختګ په جګړو کې د اوږدې وقفې او د حکومت او طالبانو ترمنځ د دایمي اوربند او د قدرت د وېش په اړه له ډېرې مودې راهیسې د ځنډيدلو خبرو د پیل لپاره هیلې پیاوړې کړي.
بین الافغاني خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې مهمه برخه ده.
په دې موافقه کې چې د فبروري میاشتې په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوه متحدایالاتو د طالبانو د دې تضمین په بدل کې چې د افغانستان په قلمرو کې به د تروریستي ډلو فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي، د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتلو ژمنه کړې.
خو له دې ټولو پرمختګونو سره سره داسې اندېښنې شته چې د حکومت له خوا په بیساري شمېر د طالب بندیانو خوشې کول ښايي هغه قمار وي چې حکومت به له طالبانو سره د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې کمزوری کړي او طالبانو ته به د جګړې په ډګر کې نور ځواک ورکړي.
د اتلانتیک شورا د څېړنيز مرکز شنونکي جاوید احمد له واشنګټن څخه آزادۍ راډیو ته وویل چې افغان حکومت د جدي سیاسي او پوځي خطر په منلو سره د طالب بندیانو د خوشې کولو پر ژمنه عمل وکړ، ځکه د نوموړي په وینا ډېری خوشې شوي کسان ښايي بیا وسله پورته کړي. اټکل کېږي چې شاوخوا لس زره طالبان به اوس مهال له حکومت سره بندیان وي خو طالبان وايي، له دې ډلې څخه یوشمیر وسله وال جنګیالي نه بلکې د طالبانو خواخوږي او یوشمیر نور پخواني طالبان دي چې په اوسنیو جګړو کې هېڅ ښکېل نه وو.
د امریکا او طالبانو موافقه له افغان حکومت څخه چې په دې موافقه کې یې لاسلیک هم نشته غواړي چې د بین الافغانی خبرو له پیلېدو مخکې تر پنځو زرو پورې طالبان له بنده خوشې کړي.
بین الافغاني خبرېپه لومړي سر کې د مارچ د لسمې نيټې لپاره پلان شوې وې.
طالبانو هم د زرو افغان پوځیانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه او تراوسه یې ۲۴۰ کسان خوشې کړي دي.
هغه طالبان چې له بنده خوشې کېږي په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي خو هېڅ راز تضمین نشته چې دا کسان به پر خپله دې ژمنه عمل وکړي.
افغان حکومت د دې بندیانو هویت او د طالبانو په لیکو کې د هغو رتبې نه دي افشا کړي خو دومره یې ویلي چې دا کسان د ټیټې کچې جنګیالي دي او اکثرو یې د حبس د دورې ډېره برخه بشپړه کړې ده.
څرګنده نه ده چې طالبانو له امریکا سره په خبرو کې په دې اړه کومه ژمنه کړې چې خوشي کېدونکي طالبان به بېا د جنګ میدان ته نه ځي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد سیمې ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې پر طالبانو غږ وکړ چې په دې برخه کې پر خپله ژمنه ودرېږي.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون پر دې خبره چې ځینې بندیان پر ملکي او پوځي اهدافو په حملو تورن دي اندېښنه ښودلې.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په پنځمه) پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، که بندیان د باور جوړونې لپاره خوشې کېږي نو باید اوربند هم وغځول شي.
کوبیا له اوربند پرته د طالب بندیانو خوشې کول خطرناک کار بللی ځکه د نوموړي په وینا دا اقدام ښايي د دې باعث شي چې دا طالبان بیا وسله په لاس کې واخلي.
په واشنګټن کې د وودرا ویلسن د پوهانو د نړیوال مرکز د جنوبي آسیا د سیاسي چارو شنونکی مایکل کوګلمن وايي، د افغان حکومت لپاره د بین الافغاني خبرو له پیل مخکې د دومره ډېر شمیر طالب بندیانو خوشې کول یو لوی قمار دی.
کوګلمن آزادۍ راډیو ته وویل چې دا بندیان له مخې د افغان دولت د نفوذ اصلي وسایل دي او که د خبرو له پیل مخکې ډېر بندیان خوشې کړي نو د چنو وهلو پرمهال ډېر کم څه ورته پاتې وي.
نوموړی زیاتوي چې که طالبان له نوي اورکم یا اوږدمهالي اوربند سره موافقه وکړي نو هغه مهال کابل ویلای شي چې د دومره ډېرو بندیانو خوشې کېدل په دې ارزېدل.