د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ او د دې ډلې لخوا د ۸۰ افغان سرتېرو خوشې کېدل


ارشيف
ارشيف

په داسې حال کې چې د طالبانو یو پنځه کسیزه پلاوی د بندیانو د خوشې کېدو پر موضوع کابل ته تللی، دې ډلې ویلي چې په کندز او بغلان ولایت کې یې د پنجشنبې په ورځ ۸۰ تنه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سرتېري له خپلو زندانونو خوشې کړي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بغلان او کندوز ولایتونو کې یې ۸۰ تنه د افغان ملي اردو او پولیسو اسیر سرتېري له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر وویل، په بغلان او کندز کې یې له طالبانو سره اسیر د افغان حکومت ۸۰ تنه سرتېري یې خوشې کړي دي.

تر دې مخکې کابل ته د بندیانو د خوشې کېدو پر موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د یو پلاوي د رسېدو راپورونه خپاره شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د سولې او ولسي وګړو د خوندیتوب رئیس انتظار خادم د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له دې پنځه کسیز پلاوي سره به د بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي د حکومت تخنیکي ټیم خبرې وکړي.

هغه وايي: "زموږ بندیان له دوی سره دي او د دوی له موږ سره دي، د دې په خاطر چې سوی تفاهم له منځه ولاړ شي، دوی موږ ته زموږ بندیان خوشې کړي او موږ دوی ته د دوی بندیان خوشې کړو، دا تخنیکي ټیم دلته دی څو لیستونه سره مقایسه شي، او بیا د اعتماد جوړونې په خاطر دا بندیان خوشې شي، ځکه موږ د بنیادي سولې لپاره کار کوو، او کله چې بندیان خوشې کوو دا یوازې د بندیانو د خوشې کولو لپاره نه بلکې د بندیانو خلاصون باید د اعتماد جوړونې په پار هم وي."

د خادم په وینا د بندیانو د لیستونه پر کره کولو سربېره، د بندیانو خوشې کول لوژیستکي او نور پلان غواړي او د افغان حکومت تخنیکي پلاوی به له طالب پلاوي سره د بندیانو د خوشې کیدو په اړه په هغو مسالو هم بحث وکړي چې طالبانو پورې اړوند دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دې چارواکي زیاته کړه چې دا د اعتماد جوړونې لپاره هم یو فرصت دی او هیله یې وښوده چې د افغان حکومت له خوا د درې زره بندیانو په خوشې کېدو به اوربند دوام وکړي او بین الافغاني خبرې به پیل شي.

دا دویم ځل دی چې طالبان کابل ته د بندیانو په اړه د خبرو لپاره خپل پلاوی استوي.

په اپرېل میاشت کې هم د طالبانو یو درې کسیز هییت د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د تخنیکي بحثونو لپاره کابل ته تللی و، خو څو ورځې وروسته بېرته ستون شو او طالبانو وویل چې دې خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا کابل ته یو واربیا دې طالبانو د پلاوي تګ ستایلی او پر خپل ټویټر یې لیکلي: "دا هڅوونکې ده چې طالبان له افغان حکومت سره همکاري کوي. دوی بېرته په ښه کچه خپل یو ارزونکی ټیم کابل ته استولی."

د اروپايي ټولنې دې استازې زیاته کړې چې که چېرې پر دې سیاسي مسئله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې کېدای شي نو بیا پر سیاسي عناصرو بین الافغاني خبرې هم پیلیدای شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د دوه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ.

ورپسې د دوشنبې په او سه شنبې په ورځو حکومتي چارواکو د شا او خوا زر تنه طالب بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

افغان حکومت افغان حکومت تر دې مخکې هم زر تنه طالب بندیان په څو جوپو کې له خپلو زندانونو خوشې کړي وي.

په مقابل کې یې طالبانو تر سلو زیات افغان سرتېري خوشې کړي وو.

خو ایا د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو په خوشې کید کې وروستۍ چټکتیا او د تاوتریخواکي وروستۍ کمښت د بین الافغاني خبرو د زر پیل سبب کیدای شي ؟

افغان ژورنالیست او سیاسي څېړونکی سمیع یوسفزی وايي، که څه هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره طالبان د ټولو پنځه زره بندیانو په خوشې کولو ټینګار کوي، خو پر دې ډلې د ولسمشر غني له خوا د ګڼ شمیر طالب بندیانو د خوشې کیدو او څو ورځې اوربند وروسته د اورکم د دوام او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره فشارونه په زیاتېدو دی.

افغان ژورنالیست او سیاسي څېړونکی سمیع یوسفزی
افغان ژورنالیست او سیاسي څېړونکی سمیع یوسفزی

یوسفزي وویل: "د څو ورځې اوربند، د جګړې پر ضد خلکو کرکه زیاته کړې ده، د اوربند په اړه د خلکو احساسات خورا جدي دي، او وايي چې اوربند دې دوام وکړي، نو طالبان هم تر فشار لاندې دي چې چې د خشونت د کمېدو کومه سلسله یې پیل کړې باید دوام ورکړې او بین الافغاني خبرو ته لاره پرانېزي."

د سمیع یوسفزي په وینا مخکې له دې چې کومه بله ناوړه پېښه د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې وروستي پرمختګونه وګواښې، حکومت باید د طالب بندیانو په خوشې کولو د دې ډلې پلمې پای ته ورسوي.

پر اورکم سربېره د پنجشنبې په ورځ د پروان او فرا له ولایتونو څخه د طالبانو او حکومتي ځواکونو د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي، چې په کې افغان سیمه ییزو چارواکو د لږ تر لږه ۱۴ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

خو د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سولې او ولسي خلکو د خوندیتوب ریس انتظار خادم وايي، دوی هیله مند دي چې د تاورتریخوالي کمېدل به دوام وکړي او د اساسي سولې په هدف به د دواړو لورو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG