د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

اروپاپي شورا د افغانستان د سولې هڅو په ملاتړ اعلامیه تصویب کړه


 اروپايي شورا له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د باورجوړونې لپاره دې هڅې وکړي او هغه کافي اندازه بندیان چې تر اوسه خوشې شوي د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره یو فرصت شي.
اروپايي شورا له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د باورجوړونې لپاره دې هڅې وکړي او هغه کافي اندازه بندیان چې تر اوسه خوشې شوي د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره یو فرصت شي.

اروپايي شورا هغه اعلامیه تصویب کړه، چې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ په کې شوی دی.

د دې اعلامیې له مخې اروپايي ټولنه په راتلونکي کې په مشروط ډول د افغانستان سیاسي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د اعلامیې له مخې دوی غواړي ډاډ ترلاسه شي، چې د جمهوري نظام ارزښتونه له دې جملې ولسواکي خوندي او لا تقویه شي.

دغه اعلامیه چې د جمعې په ورځ د اروپايي شورا له خوا په بروکسل کې تصویب شوه، د خبرو اترو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ ښوول شوی دی.

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي، دغه جوړجاړی دې د پایداره سولې او پخلاینې سبب شي، د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

د اعلامیې په یوه برخه کې اروپايي شورا له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د باور جوړونې لپاره دې هڅې وکړي او هغه کافي اندازه بندیان چې تر اوسه خوشې شوي د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره یو فرصت شي.

بلخوا د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمېسیون هغې غونډې ته د ویډیو له لارې رابلل شوې وه، په خبرو کې، د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې هرکلی وکړ.

ښاغلي بوریل وویل، دا د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې یو مهم ګڼل کېږي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانانو رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د پیل د ملاتړ لپاره په خپلو هڅو کې یوموټي یو، دا ډول یوه پروسه باید له نور ځنډ پرته پیل شي، موږ پر دې خواشیني یو چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی دوام لري، د تاوتریخوالي پام وړ کمولو ته سخته اړتیا لیدل کېږي، که څه هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وشو، خو دا درې ورځې کافي نه دي. افغانستان او خلک یې دایمي اوربند ته اړتیا لري."

د افغانستان حکومت ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د موافقې تر لاسلیک وروسته تر اوسه د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان خوشې شوي دي.

طالبانو هم د حکومت تر ۳۰۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې باید حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبانو د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کولای.

بین الافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې لسمې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د لانجې له کبله تر اوسه نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG