د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

کورنیو چارو وزارت د کابل امنیتي حوزو مسئولینو ته سخت خبرداری ورکړ


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، که له دې وروسته د کابل په هره سیمه کې د موټر سایکل په وسیله هدفي وژنه وشوه د هماغه سیمې امنیتي مسئولین به له دندو لیرې کېږي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې تېره شپه د کابل د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موټر سایکل سپرو وسله والو پر دوه پولیسو حمله وکړه یو پولیس يې وواژه او بل يې ټپي کړ.

کورنیو چارو وزارت نږدې درې میاشتې وړاندې په پلازمینه کابل کې په موټر سایکل ګرځېدو بندیز لږولی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په پلازمینه کابل کې يې ځکه په موټر سایکل د خلکو په ګرځېدو بندیز لګولی چې د استخباراتي معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو غوښتل له دغه وسیلې نه په ګټنې تروریستي حملې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د دې وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "کومې هدفي وژنې چې په کابل کې شوي دي زموږ موندنې ښيي چې عاملین يې طالبان دي، په همدې خاطر موږ څه موده وړاندې په کابل کې د موټر سایکلونو په ګرځېدو مشروط بندیز ولږاوه زموږ استخباراتي معلومات دا دي، طالبانو پلان درلود چې له موټر سایکلونو نه په ګټنې هدفي وژنې ترسره کړي، په دې برخه کې وروستۍ پېښه تېره شپه په کابل کې وشوه خو موږ يې په اړه ځينې کسان نیولي چې څېړنې ترې روانې دي."

امنیتي چارواکو ویلي دغه شان په ډېری مواردو کې مجرمین په کابل کې تر جرم وروسته پر موټر سایکل تښتېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېر ماښام موټر سایکل سپرو وسله والو د کابل د ۱۲ مې حوزې اړوند سیمه کې پر دوه پولیسو حمله وکړه یو پولیس يې وواژه او بل يې ټپي کړ چې په غبرګون يې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د ټولو حوزو مسولینو ته خبرداری ورکړ چې که له دې وروسته په هره سیمه کې د موټر سایکل په وسیله هدفي وژنه ترسره شوه، د هماغه سیمې امنیتي مسولین به له دندو لیرې کیږي.

د ښاغلي اندرابي غږیز پیغام چې رسنیو ته رسېدلی: "په هره حوزه کې چې له موټر سایکل نه په ګټنې ترور ترسره کېږي د حوزې امر همغه شېبه له دندې لیرې کېږي، د دعوا اړتیا نشته، خپله باید پوه شي چې له دندې لیرې شوې، په خیر دې خپل کور ته ولاړ شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

کورنیو چارو وزارت د روان لمریز کال د حمل په ۲۷ مه په کابل کې په موټر سایکل د خلکو پر ګرځېدو بندیز ولګاوه.

د دې وزارت ویاند طارق ارین که څه هم دې مسئلې ته اشاره نه کوي خو وايي چې د روان لمریز کال په درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې په جنايي پېښو کې کمښت راغلی دی.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په یو شمېر نوروولایتونو او ښارونو کې هم د موټر سایکل سپرو له خوا د موټر سایکلونو نه په استفادې هدفي وژنې ترسره کېږي.

ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست او غزني هم هغه ولایتونه یاد شوي چې له وړاندې په کې په موټر سایکل ګرځېدل بند شوي دي.

دغه شان په کندهار، لوګر، پکتیکا، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا په موټر سایکلونو د دوو کسانو په ګرځېدو بندیز لګېدلی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون منشي نظیفه ذکي د کورنیو چارو وزارت د دغه خبرداري هرکلی کوي وايي، چې باید دا موضوع په جدیت تعقیب شي.

اغلې ذکي ازادي راډيو ته وویل د پېښو په صورت کې کورنیو چارو وزارت باید یوازې د امنیتي حوزو د مسئولینو له دندو په لیرې کولو بسنه ونه کړي بلکې په خبره یې باید دوی ته سزا هم ورکړي.

هغه زیاتوي: "په هغه صورت کې چې د امنیتي حوزو مسئولین امنیت په سم شکل ونه شي نیولای نه یوازې باید له دندې لیرې شي باید مجازات هم شي، اوس چې د کورنیو چارو وزارت دا پرېکړې کړې ده په نیک فال يې نیسو او فکر کوم چې یو اندازه به بدلون راشي خو غوښتنه مو داده چې باید په جدیت سره دا پرېکړه عملي شي."

نوموړې دغه شان غوښتنه کوي چې باید په نورو ښارونو کې هم د هدفي وژنو د مخنیوي په هدف امنیتي مسئولینو ته ورته جدي خبرداري ورکړل شي، څو په دې ټوګه د ټول هېواد په کچه د جناي پېښو کچه راټیټه او خلک هوسا ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG