د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

افغانستان کې اختر او د کرونا وبا مخنیوي لپاره د حکومت جدي بندیزونه


ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا یو تړل شوی واټ
ارشیف، د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا یو تړل شوی واټ

د افغانستان د سترې محکمې د اعلان له مخې سبا یکشنبه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې پرون د مې په ۲۲مه، ماخوستن اعلان وکړ چې میاشت نه‌ده لیدل شوې او له دې کبله نن د روژې د مبارکې میاشتې ۳۰مه ده.

په افغانستان کې د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو په څېر سږکال کوچنی اختر د کرونا د وبا تر اغېز لاندې دی.

په اکثر هېوادونو کې د دې وبا د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره پر ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانستان حکومت هم پرون له خلکو غوښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې دې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ته له تګ راتګه دې ډډه وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې به کابل ښار قرنطین وي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین پرون ازادي راډیو ته وویل چې پولیس به ګرځ‌بندیز په جديت پلی کوي او له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

ښاغلی ارین زیاتوي: "د کوچني اختر درې ورځې په کابل کې ګرځ‌بندیز دی، په شدت به پلی کېږي، د موټرو پر تګ راتګ بندیز دی، موږ خپلو پولیسو ته ویلي چې د وسایطو د تردد مخنیوی وکړي."

طارق ارین همداراز وویل چې د اختر په ورځو کې امنیتي ځواکونه د تیارسی په حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز له خلکو غوښتنه وکړه چې په اختر کې د خپلو دوستانو کورونو ته له تګ راتګه ډډه وکړي.

فېروز الدین فېروز پرون په خبري غونډه کې پر خلکو غږ وکړ چې د ځان او خپلو عزیزانو روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

خو د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د کابل مارکېټونه له خلکو ډک دي.

د میدان ښار یو اوسېدونکی چې کابل ته د مېوې د خرڅولو لپاره تللی، د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې ډېر خلک مجبور دي چې له کورونو ووځي.

هغه ویلي چې څو ورځې یې قرنطین مراعت کړ او بالاخره فقر اړ کړ چې د کار لپاره له کوره ووځي.

ملګري ملتونه وايي چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۵ فیصده زیات خلک د فقر تر خط لاندې وو.

په داسې وضعیت کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مکرراً خبرداري خپروي چې که خلک په خپلو کورونو کې پاتې نه‌شي، د کرونا وبا به انساني ناورین پېښ کړي.

په افغانستان کې ۹،۲۱۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي چې نن به د تورخم او سپین بولدک دروازې هغو افغانانو ته چې په پاکستان کې بند پاتې شوي وو، خلاصې وي او هغوی افغانستان ته تلئ شي.

د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېدونکي مسافر
د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېدونکي مسافر

افغانستان ته له ایران او پاکستانه د کډوالو راستنېدل د دې ویروس د خپرېدو یو عمده دلیل بلل کېږي.

په پاکستان کې نږدې ۵۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا نه‌ده څرګنده چې ننګرهار او کندهار ته د ستنېدونکو افغانانو لپاره نن پر دواړو پولو څه ډول احتیاطي صحي تدابیر نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG