د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د پاکستان سترې محکمې د محدودیتونو د لغوه کولو امر کړی


ارشیف
ارشیف

د پاکستان سترې محکمې حکومت ته د هغو پاتې محدودیتونو د لغوه کولو امر هم کړی دی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره وضع شوي وو.

د سترې محکمې حکم د هغو لویو پلورنځیو او بزنسونو په اړه دی چې د اوونۍ د پای په رخصتیو کې بند وو. په نوي حکم کې ویل شوي، له دې چې ټول بازارونه خلاص دي، نو د لویو پلورنځیو د بندولو لپاره موجه او منطقي دلیل نه‌شته.

په داسې حال کې چې کوچني اختر ته یوازې درې څلور ورځې پاتې دي تمه ده چې د پاکستان د سترې محکمې له حکم سره به په پلورنځیو او بازارونو کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG