د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

ملګري ملتونه: افغانستان کې ښکېلې خواوې دې اختر کې تاوتریخوالی کم کړي


کابل کې یوې استوګنیزې سیمې ته نږدې موټر بم چاودنه کې ټپي شوي ماشومان
کابل کې یوې استوګنیزې سیمې ته نږدې موټر بم چاودنه کې ټپي شوي ماشومان

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د اختر په ورځو کې دې تاوتریخوالی بند کړي.

سږ کال چې پر جګړې سربېره د افغانانو کوچنی اختر د کرونا د وبا خپرېدو او د مخنیوي لپاره‌یې اقداماتو هم اغېزمن کړی، ملګرو ملتونو دغلته له ښکېلو غاړو غوښتي چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې دې تاوتریخوالی بند کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د جمعې په ورځ افغانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، په هغو هیلو کې ورسره شریکه ده چې دا اختر له کړکېچ پرته او سوله کې تېر کړي.

دیبرا لاینز پر ټولو واک لرونکو ټینګار کړی څو "د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هر څه چې شوني وي ترسره کړي او د طاعت او زغم د دغو ورځو درناوی وکړي."

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کړی. نوموړي د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویتر ولیکل "ما طالبانو ته وویل چې تاوتریخوالی باید د ټولو خواو له‌خوا لږ شي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب هم د جمعې په ورځ د جګړې په ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې دې اوربند وکړي.

ښاغلی منیب وايي: "زه په ټولو مخالفینو، افغان حکومت او ښکیلو خواوو غږ کوم چې د روژې میاشتې او د اختر شپې ورځو ته د احترام په خاطر، د خدای د رضا او په خلکو د رحم په خاطر دې اوربند وکړي او بین الافغاني خبرې دې پیل کړي."

منیب: ښکېلې خواوې دې د روژې او اختر لپاره اوربند وکړي

خو هغوی چې په افغانستان کې د روانې جګړې رهبري کوي، د کوچني اختر په ورځو کې تر اوسه د اوربند یا اورکم کومه یادونه نه‌ده کړې.

طالبانو چې د روژې په میاشت کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه زیات کړل، د اختر په ورځو کې د بریدونو د کمولو په اړه څه نه‌دي ویلي. د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده، په اختریز پیغام کې که څه هم د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودل شوې، خو د اختر په ورځو کې د اورکم یا اوربند یادونه په‌کې نه‌ده شوې.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله خپل اختریز پیغام کې څه ویلي؟

بل‌خوا افغان حکومت چې تر دې مخکې یې پر اوربند او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کاوه، د طالبانو د وروستیو بریدونو په ځواب کې د دې ډلې پر ضد د تعرضي عملیاتو د پیل اعلان کړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړو ځواکونو سره د لیدو پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړو ځواکونو سره د لیدو پر مهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د لیدنې پر مهال وویل، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام دوی اړ کړل چې له فعالې دفاع، تعرضي حالت ته راشي. ولسمشر غني په کابل کې د میندو او ماشومانو پر یو روغتون برید ته په اشارې وویل: "یو ماشوم چې نوی زېږېدلی وي، میندې یې له ولادت وروسته شهیدانېږي. د دې په وړاندې خاموشي ګناه ده."

که څه هم وسله‌والو طالبانو د کابل پر روغتون برید کې لاس لرل رد کړل، خو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر حکومتي اهدافو د ګڼو نورو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

افغان سیاسي څېړونکی خوشحال خلیل وايي، د طالبانو له‌خوا له امریکا سره د سولې تر تړون وروسته د تاوتریخوالي دوام حکومت هم اړ کړ چې له دفاعي حالت راووځي او جګړه شدت پیدا کړي.

طالبانو د لومړي او وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۸ م کال په کوچني اختر کې له حکومت سره درې ورځې اوربند کړی و.

د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند
د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند

اوس چې روژه له ګڼو امنیتي پېښو او مرګ‌ژوبلو سره مل تېره شوه، ګڼ افغانان په اختر کې هیله‌من دي چې تاوتریخوالی به کم او دواړه لوري به لږ تر لږه د اختر په څو ورځو کې له جګړو لاس واخلي، خو تر اوسه هم افغان حکومت او هم‌یې وسله‌والو مخالفانو په اختر کې د اورکم یا اوربند په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

دا چې جګړه به پر اختر او که اختر به پر جګړې سیوری وکړي، دا به د اختر په ورځو کې د د دواړو لورو ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي په کچې پورې تړلې وي.

XS
SM
MD
LG