د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د ارګ مهمو ناستو کې د ښځو نشتوالی له غبرګونونو سره مخ شو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره د لیدنې پر مهال.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو سره د لیدنې پر مهال.

د ولسمشرۍ ماڼې، ارګ په مهمو ناستو کې د ښځو نشتوالی د ښځینه فعالانو له غبرګونونو سره مخ شو.

د ارګ پاڼه کې تازه خپار شوي انځورونه ښیي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۳۱» یوې غونډه کې د ولسمشر غني ترڅنګ مخکېني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، ډاکتر زلمي رسول، محمد محقق، باتور دوستم، محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، محمد معصوم ستانکزي او رنګین دادفر سپنتا ګډون کړی، خو دې ناسته کې د ښځو پېژندلې څېرې او سیاسي فعالانې نه‌شته.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ولسمشر غني او سیاسیونو ترمنځ د وروستیو ناستو په اړه وايي، حکومت د سولې او هېواد کې د روان وضعیت په اړه یوازې سړو ته د پریکړو او نظر ورکولو حق ورکوي او د ښځو حضور له پامه غورځول شوی.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

مېرمن اکبر د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډیو ته وویل: "ارګ او ښاغلي صدیقي له‌خوا په ارګ کې د ولسمشر غني او سیاسي مشرانو ترمنځ ناستې خبر ورکړل شو چې دې ناسته کې هېڅ کومې ښځې ګډون نه‌درلود، دا په داسې حال کې ده چې موږ حکومت او مذاکراتي پلاوي کې داسې ښځې لرو چې په سیاست او د سولې پروسه کې تجربه لري. دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چې ښځو ته یو بد پیغام رسوي چې د هېواد مهمو مسایلو کې د دوی نظر اړین نه‌دی."

یو شمېر سیاسي مشرانې بیا وایي په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په غونډو او مهمو ناستو کې د ښځو حضور نه‌درلودل په دې ټینګار کوي چې د حکومت، ځیني سیاسي مشرانو او طالبانو د فکر ترمنځ همغږي شتون لري.

د افغانستان موج تحول حزب مشرې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته د سولې راتلونکې پروسه کې د ښځو په ۴۰ سلنې ټینګار ترڅنګ وویل چې نور دې ښځو ته سمبولیکه ونډه نه‌ورکوي.

مېرمن کوفي زیاتوي: "په اوسنيو شرایطو کې د حکومت او سیاسیونو له‌خوا هر هغه کار چې پرته د ښځو له حضوره ترسره کېږي، طالبانو ته خپل پیغام رسوي هغه دا چې د طالبانو او ځینو سیاسونو د فکر ترمنځ همغږي شته، نو اړینه ده چې پرېکړو کې ښځو ته ځای ورکړل شي، ځکه چې ښځې نه‌یوازې د دې ټولنې مهم او ګټور قشر دی، بلکې د هېواد په جګړو او بدبخیتو کې هم ښکېلې نه‌دي پاتې شوي."

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

همداراز د ښځو حقونو سیاسي فعاله فروزان رسولي وایي افغانستان کې په ټولنیز او سیاسي ډګر کې ښځو ته سمبولیکه ونډه هم د بهرنیو ټولنو د فشار له امله ورکول کېږي.

دا وايي: "باید د بهرنیو ټولنو څخه منندوی واوسو ځکه چې دا د هغوی فشار دی چې ښځو ته‌یې افغاني ټولنې کې لږ څه ونډه ورکړي که بهرنۍ ټولنې نه‌وی شاید زموږ رهبرانو له هر ډګر څخه ښځې له پامه غورځولې وی، د دې لپاره اړینه ده چې ښځې یو موټی شي او سیاسیونو ته وښیي که دوی د ښځو ملاتړ نه‌کوي، نو ښځې هم د دوی ملاتړ ته غاړه نه‌ږدي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان سولې هوکړې له لاسلیک وروسته اوس په پام کې ده چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي، خو افغاني ښځې اندېښنې لري چې افغانستان کې سوله د دوی ۱۸ کلنې لاسته راوړنې خاورې نه‌کړي.

بل‌خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د ښځینه فعالانو د تازه غبرګونونو په اړه وايي چې اوسنی نظام د ښځو او د هغوی د حقونو سخت ملاتړی دی.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "د دې نظام له برکته د ښځو فعالینې غږ لري او پرته له شکه چې دا غږ اورېدل کېږي، په هېڅ پروسه کې په ځانګړې توګه د سولې پروسه کې د ښځو حقوق نه‌معامله کېږي. ښځې په دې نظام کې غوښینه ونډه لري او حکومت هم سترګې نه‌پرې پټوي."

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سیاسي مشرانو او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د ولسمشر غني وروستیو ناستو د افغانستان خواله رسنیو کې هم تود ماحول جوړ کړی.

خواله رسنیو کې ډېری فعالې ښځې پر افغان حکومت نیوکې کوي چې د ښځو ونډه د هېواد مهمو پرېکړو کې له پامه غورځول شوې ده.

XS
SM
MD
LG