د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

ولسمشرۍ ماڼۍ: له ثبات او همپالنې ډلې سره خبرو کې پرمختګ شوی


ارګ
ارګ

ارګ وايي، له پخواني اجراییه ريیس عبدالله عبدالله سره په سیاسي هوکړه کې اوس هم ځيني مسایل شته چې باید بحث پرې وشي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له سپیدار سره په سیاسي هوکړه کې پرمختګ شوي خو لا هم په دې برخه کې مذاکرات دوام لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه دلیل چې ددې هوکړې په لاسلیک کې یې ځنډ رامنځته کړی یو شمېر مسایل دي چې باید پرې ژور بحث وشي.

هغه زیاته کړه: "د سیاسي هوکړې په اړه به دومره ووایم چې مذاکرات دوام لري او په دې کې ښه پرمختګ هم شوی دی، ځیني مسایل اوس هم شته چې باید نهایی شي، د دې هوکړې هدف د روانو سیاسي ناندریو پای ته رسول دي، سیاسي ناخوالو د حکومت په کارونو منفي اغیز کړی باید دې وضیعت ته د پای ټکی کېښودل شي."

دی وايي ددې سیاسي هوکړې په اساس کېږي چې هره پرېکړه کېږي هغه به د اساسي قانونو په چوکاټ کې وي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

نوموړی وايي، د تېرې تجربې د نه تکرار لپاره باید دغه سیاسي هوکړه لاسلیک شي.

د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو د نږدې دوه میاشتو له تېرېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو هیله‌مندي زیاته شوې ده.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله دا پایله و نه منله او ده هم ځان ولسمشر وباله.

خو د یوه ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په اړه، له نړیوالو فشارونو او د امریکا له‌خوا د یو میلیارډ ډالرو د مرستې بندېدو وروسته، اوس دواړه لوري یوې هوکړې ته د احتمالي رسېدو هیله‌مندي لري.

د دواړو طرفونو ترمنځ له سیاسي ناندریو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف ددې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل کړې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاد مسعود له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي دا ناندري باید ژر پایته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې سرتاسري ټاکنې نه دي شوي که سرتاسري ټاکنې شوې واي دغه ستونزې نه جوړېدې، زموږ غوښتنه هم دا ده چې د یو سیاسي تفاهم له مخې دې یو داسې څه رامنځته شي چې د سولې خبرو ته لومړيتوب ورکړي، له بلې خو د قدرت د ویش طرفداره نه یوو."

هممهاله د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په خپل تویټر لیکلي چې اوسنی حالت باید کابو شی او ګاونډیو هېوادونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د خپلو ناسمو اهدافو په خاطر په افغانستان کې د یو مقتدره نظام د رامنځته کولو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG