د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

سولې وزارت: تر یو دوو راتلونکو ورځو پورې سياسي اختلافات هوارېږي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، تر چهارشنبې یا پنجشنبې پورې په افغانستان کې سیاسي اختلافات هوارېږي.

له څو اوونیو راهیسې په کابل کې د ارګ او سپېدار ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره هڅې روانې دي او په‌کې د پرمختګونو خبره هم کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، د سیاسي اختلافاتو په هواري سره به د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره یو پیاوړی ټیم د دولت له‌خوا وټاکل شي او په واړه اختر کې له طالبانو سره د اوربند د ټینګېدو هیله‌مندي هم ډېره ده.

ښاغلي فضلي زیاته کړه: "په افغانستان کې سیاسي اختلافات مخ په ختمېدو دي. د روانې اوونۍ د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځو پای ته رسېږي او بالاخره به د جهادي او قومي مشرانو په شمول یو پیاوړی مرکچي ټیم وټاکل شي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي

د سیاسي څارونکو په وینا د طالبانو سره د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په لاره کې یو لوی خنډ هم د ولسمشر اشرف غني او د ده د سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دې اختلافونو د هواري لپاره د مارچ په ۲۳مه نېټه کابل ته ولاړ، خو دا لوړپوړی امریکايي ډیپلومات بېرته تش لاس واشنګټن ته ستون شو او پر افغانستان‌یې د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستې کمولو اعلان وکړ.

اوس ویل کېږي چې ارګ او سپېدار خپلو کې د اختلافونو هواري ته نږدې شوي، خو په دې اړه تر اوسه ډېر جزئیات نه‌دي څرګند.

له بلې خوا هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راتلونکې کوچني اختر په ورځو کې له وسله‌والو طالبانو سره اوربند ته هیله‌مندي ښيي.

د دې وزارت سلاکار عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل، دا مهال اوربند د هر افغان غوښتنه ده.

نوموړي زیاته کړه: "د اختر په رارسېدو، ډېره هیله‌مندي شته چې اوربند وشي. اوربند د هر افغان هیله او ارمان دی."

طالبان به په کوچني اختر کې اوربند وکړي کنه؟

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي په اختر کې د دوی له‌خوا د اوربند د احتمال په اړه څه نه‌وايي، خو د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په دې اړه چې د دوی له نظره څه شی د اوربند خنډ شوی؟

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

ازادي راډیو ته وویل: "د توافق‌نامې سره سم، دايمي اوربند د بین‌الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه ده، خو د بندیانو نه‌خلاصون بین‌الافغاني مذاکرات ځنډولي او جګړه‌یې اوږده کړې ده."

ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې زیاته کړه، که دا خنډ لیرې شي "مونږ به د افغانستان د مسئلې حل ته ورنږدې شوي یوو."

طالبان له افغان حکومت غواړي چې د دوی پنځه زره بندیان دې له زندانونو خوشې کړي.

افغان حکومت تر اوسه تر زرو زیات طالب بندیان په څو جوپو کې خوشې کړي، خو اوس وايي، دا چې وسله‌والو طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او هغه شمېر بندیان چې توافق پرې شوی و طالبانو نه‎دي خوشې کړي، د بندیانو د خوشې کولو بهیر دروي.

یو شمېر ازاد شوي طالبان
یو شمېر ازاد شوي طالبان

تر د مخکې وسله‌والو طالبانو د روژې میاشتې په پیل کې د اوربند غوښتنې رد کړې او پر افغان ځواکونو یې بریدونه زیات کړل.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان د دوو لسیزو په اوږده جګړه کې یوازې یو ځل د ۲۰۱۸ م کال په کوچني اختر کې د درېیو ورځو لپاره اوربند منلی وو.

له بلې خوا دې ډلې د فبرورۍ په میاشت کې یوه اوونۍ د تاوتریخوالي کمول تجربه کړل چې په پای کې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ افغانستان ته سولې راوستلو په نوم تړون لاسلیک شو.

دوه ورځې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا پر خپل ټویټر ولیکل چې دا ټولنه د امریکا د متحده ایالاتو د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې په بشردوستانه بنسټ‌یې افغانستان کې د اوربند په اړه کړې ده.

د ښاغلي کوبیا په وینا، اروپايي ټولنه او امریکا د اوربند په اړه چې اوس یو انتخاب نه، بلکې اړتیا ده همنظره دي. نوموړي زیاته کړې، نږدې ټوله نړۍ افغانستان کې د اوربند غوښتونکې ده.

XS
SM
MD
LG