د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ملي امنیت شورا: طالبانو وروستۍ ۲ اوونیو کې بریدونو ته زور ورکړی


یو شمېر طالب جنګیالي
یو شمېر طالب جنګیالي

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي طالبانو وروستۍ دوه اوونۍ ورځ تر بلې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی نه‌یوازې له امریکا سره د دې ډلې موافقه نقضوي، بلکې په جدي ډول د سولې پروسې ته زیان رسوي.

طالبان بیا ټینګار لري چې امریکا او افغان حکومت له دوی سره خپلې ژمنې په سمه توګه نه‌دي عملي کړي او بېلګه راوړي چې حکومت د طالب بندیانو په ژر نه‌خوشې کولو په خپله د سولې خنډ ګرځېدلی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ویاند جاوېد فیصل سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې ترې پوښتنه کړې بریدونه څنګه زیات شوي او د دوی ارقام څه دي؟

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG