د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره په کتنه کې د هند او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.
هند له ډېرو کلونو راهیسې طالبان د خپل هېواد او سیمې د امنیت لپاره ګواښ بولي او د امریکا او طالبانو د موافقې په اړه هم اندېښنه لري.
ایا له طالبانو سره خبرې به د هند اندېښنه کمه کړي؟
دا پوښتنه عصمت څاروان د سیاسي چارو له نظر خاوند نظیم سمون څخه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: