د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د بندیزونو دوام؛ امریکا پر ایران د وسلو د پلور مخه نیسي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو

امریکا هڅه کوي هغه بندیز وغځوي چې ایران نه پرېږدي له نړیوالو وسلې وپېري.​

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي هغه بندیزونه چې پرایران د ۲۰۱۸ کال د مې له میاشتې وروسته بېرته لګول شوي نه یواځې داچې د دې هېواد اقتصاد یې کمزوری کړی بلکې د تهرانمخه یې نیولې چې په سیمه کې ترهګر مالي تمویل او پر وسلو سمبال کړي.​

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یوځل بیا ژمنه وکړه چې له ټولو امکاناتو به پر ایران د وسلو د پلورو د بندیز د غځولو لپاره کارواخلي.

پرایران د وسلو د پلورلود نړیوال بندیزد اعتبارموده د روان میلادي کال په اکتوبرمیاشت کې پای ته رسېږي. ​

پومپیو دغه ژمنه په هغه بیان کې کړې چې پرون شنبه یې له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړونه د متحده ایالتونو د وتلو د دوه کلنې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.​

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مې په اتمه متحده ایالات له دغه تړون څخه وایست.​

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلي پومپیو وویل، له هغې راهیسې متحدو ایالتونو پر ایران پیاوړي بندیزونه چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی، لګولي او دغو بندیزونو هم د دې هېواد مخه نیولې چې ملیارډونو ډالر د تروریستانو په تمویولولو او د هغوی د وسلو پرسمبالولو ولګوي. ​

هغه همدا شان وویل چې د امریکا د دغه اقدام په نتیجه کې امریکایان خوندي شوي او منځني ختیځ له هغه نه چې که متحده ایالات له دغه تړونه نه وی وتلی، ډیرامن شوی دی.​

پومپیو دغه راز په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې ۷۵ کلیزې ته په اشاره وویل چې متحده ایالات او متحدین یې هغه مهال یود بل په خوا کې ودرېدل چې نړۍ له نازیانو او د هغوی د کرکې له ایدیالوژي پاکه کړي.

پومپیو وویل، نن ورځ دوی له یوه بې باکه رژیم سره چې د سیمې امن ته یې مخ په زیاتېدونکي ګواښونه متوجه کړي، مخامخ دي.

پومپیو ایران ته په اشاره زیاته کړه یو وار بیا پرنړیوالې ټولنې غږ کوي چې ورسره د هغه رژیم په وړاندې مبارزه کې برخه واخلي چې د ده په وینا په نړۍ کې د یهودانو ضد لوی ملاتړی دی.​

له کله چې متحده ایالات له ایران سره له اټومي تړونه وتلی او پردې هیواد یې بېرته بندیزونه لګولي، د دې هېواد اقتصاد ډېر ځپل شوی دی.​

ولسمشرټرمپ ویلي و، له دغه تړونه ځکه وځي چې هغه د دې هېواد د اټومي وسلو او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیايي پروګرامونو د بندولو لپاره کافی نه دی او پر ایران به فشارراوړي چې د یوه به تړون لپاره ورسره خبرې وکړي.​

خو ایران له دې کاره ډډه کړې او ټینګاریې کړی چې اټومي پروګرام یې یوازې او یوازې د سوله ییزې انرژۍ هدف تعقیبوي او په تدریجي ډول د شوي تړون له ژمنو په شاه شوی دی.​

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو د لومړي ځل د اپریل په ۲۹ اعلان وکړچې واشنګټن غواړي هغه بندیز وغځوي چې پر ایران د متعارفو وسلو پرپلورلو بندیزلګوي او ویلي وچې دی هیله من دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا به مخکې له دې چې د دغه بندیز د اعتبارموده پای ته ورسېږي، هغه وغځوي.

پر ایران د وسلو د پلورلو د نړیوال بندیزد غځېدو په اړه د پومپیو د دغونویو څرګندونو په اړه تراوسه ایراني چارواکوعکس العمل ندی څرګند کړی خو د ایران ولسمشرحسن روحاني د هغه د مخکینیو څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی وچې که متحده ایالات دغو هڅو ته دوام ورکړي نو ماتیدونکی ځواب به ورکړي. ​

XS
SM
MD
LG