د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

د تسلیحاتي بندیز د غڅولو په اړه امریکا ته د ایران خبرداری


(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کین) د ایران ولسمشر حسن روحاني
(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کین) د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران خبرداری ورکړی چې د تسلیحاتي بندیز تمدید به هېڅکله ونه‌مني.

د دغه بندیز موده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون له مخې نافذ شوی، د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ختمېږي.

واشنګټن هڅه کوي دا بندیز وغځول شي.

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی که امریکا په امنیت شورا کې د ایران پر وړاندې د تسلیحاتي بندیز د مودې د غځولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي، له تند غبرګون سره به مخامخ شي.

ایران په دې تړون کې منلې چې د نړیوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه کم کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه تړون چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شوی وو، یو بد تړون بللی او په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت.

له ایران سره له اټمي تړون د امریکا وتل
له ایران سره له اټمي تړون د امریکا وتل

امریکا تر هغه وروسته پر ایران بندیزونه لا سخت کړل چې ورسره د دغه هېواد اقتصاد سخت وځپل شو.

واشنګټن اوس وایي چې غواړي پر ایران تسلیحاتي یا د وسلو د پېر او پلور بندیز موده وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ وویل چې د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره هڅه کوي چې دا بندیز وغځېږي.

مایک پومپیو هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا بندیز مخکې تر دې چې په اکټوبر میاشت کې یې موده پوره شي، وغځوي.

بله‌خوا چین او روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه غړي دي چې له ایران سره د وسلو د لویو قراردادونو په تمه دي. دغه‌راز فرانسه، بریتانیا او جرمني چې لاهم د دې تړون غړي دي، هم ښایي د یاد بندیز له تمدید سره مخالفت وکړي.

د ایران ولسمشر
د ایران ولسمشر

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د مې ۰۶» د دولت د مشرتابه پلاوي په غونډه کې چې د ټلوېزیون له لارې خپرېده، پر امریکا انتقادونه تکرار کړه او د ایران له اټمي تړون څخه‌یې د واشنګټن وتل یو "احمقانه کار" وباله.

نوموړي زیاته کړه: "که امریکا غواړي دې تړون ته بېرته راوګرځي باید ټول بندیزونه لیرې کړي او خپلې تېروتنې جبران کړي."

ولسمشر روحاني زیاته کړه ایران په هېڅ صورت به د تسلیحاتي بندیزونو تمدید ونه‌مني.

د ایران له اټمي تړونه د امریکا تر وتلو وروسته تهران په تدریج له یاد تړون سره خپلې ژمنې راکمې کړې دي.

واشنګټن په دې باور دی چې د ایران اټمي پروګرام پوځي اهداف لري، خو تهران په پرله‌پسې ډول دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG